سوداګري

کندهار کې د ټیټ کيفيته تېلو ۷ پمپونه وتړل شول

په کندهار ولایت کې له ډېرې مودې راهیسې د ټيټ کیفيته تېلو د پلور په هکله شکایتونه موجود دي.

ددغه ولایت موټر لروونکي وایي، کندهار ته تر ټولو زيات ټیټ کيفيته تېل واردېږي، چې له امله یې د دوی موټر او موټرسایکلونه وخت ناوخت له ګڼو تخنیکي ستونزو سره مخ کوي.

د کندهار ښار یو ټکسي چلونکی خیرالله افغان وايي، په ځلونو يې موټر د بې کيفيته تېلو له امله خراب شوی، چې دی يې له زياتو ستونزو سره مخ کړی دی.

افغان وایي، هېڅ اداره نشته، چې کندهار ته د ټیټ کیفيته تېلو د واردولو او پلور مخه ونيسي.

نوموړی زیاتوی: «وروره دلته هېڅ سم تېل نه پيدا کېږي، چي هر ځای تېل موټر ته ورواچوم موټر خراب وي، غوښتنه کوو، چې د خرابو تېلو د واردولو مخه ونيول شي.»

د قدرت الله په نوم د کندهار د دوهم دوه لارې اوسېدونکی هم همدا شکایت لري.

قدرت الله وایي چې په کندهار کې د تېلو کيفيت دومره خراب شوی، چې اوس خلک خپل موټر له همدې امله زيات نه کاروي.

هغه زیاتوي: «تېل خراب شوي او زموږ د لوړې بیې موټر او موټرسایکلونه راخربوي، چي اوس يې موږ نه چلوو، باید تېل سم شي او د خرابو تېلو واردوونکو ته سزا ورکړل شي.»

خو د شنبې په ورځ د هېواد د ستندرد ملي ادارې مشر له يوه پلاوي سره کندهار کې د هغو پټرول پمپونو ارزونه پېل کړه، چې ټیټ کېفيته تېل يې واردول.

فېض الله تميم د کندهار ښار په عمومي تېل پلورنځیو کې د ټیټ کیفیته تېلو د ساتني څلور زېرمتونونه او په ښار کې اوه پټرول پمپونه وتړل.

د کندهار لپاره د طالبانو د والي ویاند عطاالله زيد وایي، چې د ښاغلي تميم له لوري په کندهار ښار کې د ټیټ کیفيته تېلو د پلور د مخنیوي تصفيه لاهم روانه ده.

نوموړی وایي، د پلاوي له لوري به د کندهار ښار د ټولو پټرول پمپونو تېل معاینه او ترڅنګ به یې لیتر سنجونه هم کتل کېږي، چې پوره دي کنه.

یوه سرچينه وایي چې په کندهار کې د سوداګرو يوه ډله فعالیت لري، چې د تېلو کاروبار يې په خپل انحصار کې اخیستی او هر ډول تېل، چې يې زړه وي واردوي.

په کندهار کې د تېلو پلورونکو ټولنې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.