افغانستان

ندیم: د مخکیني نظام د تحصیلي سیستم قوانین له منځه وړل شوي دي

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم د پنجشبې په ورځ د لیندۍ په اوولسمه د هېواد په ختیځ کې له دیني عالمانو سره په خبرو کې وویل: «موږ په پلان لرو، چې د مدرسې استادان پوهنتون او د پوهنتون استادان مدرسې ته لاړ شي او د وطن بچیان وروزي. موږ هڅه کوو دا واټن له منځه یوسو، هدف مو د عصري او اسلامي علومو ترمنځ واټن له منځه وړل دي.»

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر چهارشنبې د لیندۍ په شپاړسمه په ننګرهار کې د پوهنتونونو له استادانو سره په خبرو کې ویلي چې د تېر نظام تحصیلي سیستم یې له منځه وړي دي.

هغه وویل: «د تېر نظام ټول اصول او قوانین په فساد ککړ او باطل وو او د منلو وړ نه دي چې اوسمهال د اجرا وړ نه دي.»

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې تېر اصول او قوانین له منځه وړل شوي؛ ځکه فساد ته د خلکو د اړ ایستلو لپاره جوړ شوي وو.

ندا محمد ندیم زیاته کړه: «تېر نظام ختم شو هغه له فساده ډک و، اوس د هغه نظام ټول قوانین او اصول لغوه شوي. هغه قوانین له فساده ډک او عمل پرې جایز نه دی او نه یې جایز بولم.»

نوموړي وویل، دوی هڅه کوي چې د خصوصي او دولتي پوهنتونونو لپاره یو واحد درسي نصاب رامنځته کړي.

ندیم ټولو هغو استادانو ته بېرته هېواد ته د راستنېدو بلنه ورکړه، چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته له هېواده وتلي او ډاډ یې ورکړ، چې دلته به ورته خوندي چاپېریال رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې دي چې ندا محمد ندیم د یکشنبې په ورځ په هرات ولایت کې ویلي و: «د مجاهدینو (طالبانو) علمي درجه له هغو مینونو حسابېږي چې چاودولي یې دي.

نوموړي زیاته کړې وه چې هېڅوک حق نه لري په پوهنتونونو کې له دیني عالمانو او ملایانو آزموینه واخلي او څوک چې ملایانو ته سپکاوی وکړي په پوهنتون کې ځای نه لري.