افغانستان

طالبانو د شپې له خوا د امنیت مسوولیت د شبرغان ښار اوسېدونکو ته سپارلی

د جوزجان ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې طالبانو د شپې له خوا د امنیت یا څارنې مسوولیت د خلکو پرغاړه اچولی او دوی ته یې حکم کړی چې هر یو تن د هغه نوبت له مخې چې طالبان یې ورته ټاکي، له ماښامه تر سهاره ويښ پاتې شي او د خپلو کوڅو ساتنه وکړي.

د شبرغان ښار د سخي آباد سیمې اوسېدونکي د آمو ټلویزیون خبریال ته وايي چې طالبانو دوی ته یو لرګی، یو ساعت او یو شپلاق ورکړی، ترڅو د شپې له خوا د دوو تر درېیو کوڅو چې سل کورونه پکې ژوند کوي امنیت یې خوندي کړي.

دوی وایي چې طالبانو دوی ته ویلي که د شپې له خوا ګزمه او پهره ونه کړي، باید هر یو کس ۱۵۰ افغانۍ ورکړي او که د دوی له حکمه سرغړونه وکړي، وهل ټکول کېږي او یوه شپه به د څارنې پرځای په بند کې تېره کړي.

ولسي سرچینې همداراز زیاتوي، طالبانو ورته ویلي چې که یوه کور ته غل ننوځي، مسوولیت یې د نوکري ساتونکي پرغاړه دی او د څارنې پرمهال د بې پامۍ په صورت کې به په متروکو ووهل شي.

د شبرغان ښار د عرب خانې سیمې اوسېدونکی فرهاد آمو ټلویزیون ته وايي چې نوموړی مجبور دی په دغو سړو شپو کې، له ماسخوتنه تر سهاره په کوڅو کې څارنه وکړي او وګرځي.

هغه وایي: «اړ یو چې دا کار وکړو؛ ځکه چې طالبانو دا قانون پرمخ لګولی او که بیده شم او یا کور ته ولاړ شم، طالبان مې وهي؛ ځکه د شپې دوی زموږ د ويښ پاتې کېدو څارنه کوي. که له یوه کوره غلا وشي، زه به څه ډول ځواب ووایم؟»

دا په داسې حال کې دي چې یوې سرچینې آمو ټلویزیون ته وویل، یوه شپه دوه ځوانان چې د شبرغان ښار د قرانچي کوڅې د امنیت مسوولیت یې درلود، په یوه څنډه کې ناست او سګرټ یې څکول؛ خو کله چې د طالبانو ګزمې دوی په دې حالت کې ولیدل، پر دواړو یې ډزې وکړې او ټپي یې کړې او وروسته یې د سیمې ټول خلک راټول او ورته وې ویل، له دې وروسته چې هرڅوک د څارنې پرمهال ناغېړي وکړي، ددغو دوو ځوانانو له برخلیک سره به مخ شي.

د سرچینو په وینا، دا ځوانان ۲۲ او ۲۴ کلن او د شبرغان ښار د ګدام کوچې اصلي اوسېدونکي دي. د دې کوڅې اوسېدونکو د طالبانو د ګواښونو له امله دا موضوع له رسنیو سره شریکه نه کړه.

د شبرغان ښار اوسېدونکي همداراز زیاتوي چې دوی هره ورځ پر خپلو کارونو بوخت دي او دا چې د شپې له خوا هم د طالبانو په حکم تر سهاره ویښ پاتې شي، دا «پر خلکو ظلم» دی.

دوی همداراز وايي چې د امنیت ټینګښت د طالبانو ادارې او د دوی د ځواکونو دی؛ په داسې حال کې چې د امارت ځواکونه دا کار پر خلکو کوي او پیسې ترې اخلي، یوازې د شپې یو دوه ځله د څارنې لپاره راځي.

له بلې خوا، د طالبانو امنیتي مسوولین دا موضوع مني او وايي چې دا مسوولیت یې د ښار د امنیت د خوندیتوب په خاطر خلکو ته سپارلی او خلک هم د هغې په پلي کولو مکلف دي؛ پرته له هغې باید پیسې ورکړي ترڅو دوی دا پیسې بل کس ته ورکړي ترڅو د خلکو او سیمې د اوسېدونکو امنیت خوندي کړي.