افغانستان

کونړ کې یو شمېر ځوانان له لوړو زده کړو فارغ شول

په کونړ ولایت کې یو شمېر ځوانانو د ښوونې او روزنې، شرعیاتو، اقتصاد، کمپیوټر ساینس او کرنې له پوهنځیو د لیسانس سندونه ترلاسه کړل. په نویو فارغ شویو ځوانانو کې ۵۳۸ هلکان او ۳۹۱ نجونې شاملې دي. تازه فارغ شوي ځوانان د زده کړو په بشپړولو خوښ دي.

ذبیح الله چې له ښوونې او روزنې پوهنځي فارغ شوی وايي: «د هر ځوان دا هیله وي چې لوړې زده کړې وکړي او د علم په ګاڼه سمبال شي، زه هم ډېر خوښ یم چې له خپلو ملګرو سره یو ځای له پوهنتونه فارغ شوم او هڅه کوم چې خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړم. د طالبانو له ادارې غواړم چې نویو فارغ شویو ځوانانو ته د هغوی له مسلک سره سم د کار زمینه برابره کړي.»

عبیدالله چې د سید جمال الدین افغان پوهنتون له ښوونې او روزنې پوهنځي فارغ شوی هم وايي چې غواړي د خلک مسلک مطابق خلکو او هېواد ته خدمت وکړي.

هغه زیاتوي: «په اوس وخت کې افغانستان علم او پوهې ته اړتیا لري او باید د هېواد ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره شي او تمه لرم چې د مسلک پر بنسټ راته کار پیدا شي ترڅو له دې لارې هېواد ته خدمت وکړم.»

نوموړی له حکومت (طالبانو ادارې) غواړي چې د نجونو لپاره هم د زده کړو زمینه برابره او له شپږم ټولګي پورنه نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي.

هغه وايي، افغانستان په هره برخه کې وړ کدرونو ته اړتیا لري نو باید د هېواد نجونې او هلکان په بېلابېلو برخو کې زده کړې وکړي.

په همدې حال کې، د کونړ د سید جمال الدین افغاني پوهنتون مرستیال میرویس ستانکزی وايي: «کونړ پوهنتون هر کال سلکونه ځوانان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کوي چي سږ کال يي هم د ۹۰۰ په شاوخوا کې ځوانان فارغ کړل.»

هغه زیاتوي چې له کونړ پوهنتون څخه فارغ شوي وړ او ښه روزل شوي ځوانان دي او تمه کېږي چې ټولنې ته خدمت وکړي.

نوموړی زیاتوي: «دلته موږ د محصلینو له فراغت وروسته د دندو پیدا کولو په موخه روزنیز سیمینارونه برابروو ترڅو هغوی وکولای شي دندې پیدا کړي.»

که څه هم له بېلابېلو پوهنځیو نجونې هم فارغې شوې خو د اسنادو د ورکړې پرمهال نه لیدل کېدې.

یوي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل، نجونو ته ویل شوي و چې باید فراغت په مراسمو کې ګډون ونه کړي او اسناد یې کورونه ته ورلېږل کېږي.

په کونړ کې په داسې حال کې یو شمېر ځوانان له پوهنتونه فارغېږي چې د طالبانو سرپرست حکومت په ټول هېواد کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي تړلي دي.