افغانستان

په افغانستان کې د دوولس زره بندیانو لپاره د سره صلیب بشردوستانه خدمات

په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ویاند پروېز فیضي د آمو له خبریال سره په خبرو کې وايي چې د سره صلیب د بشردوستانه حکم پر بنسټ، پر هغو بندیانو چې له طالبانو سره دي، خوراکي توکي، جامې او درملې وېشل کېږي.

هغه ددې په بیانولو سره چې په اوسني وخت کې د افغانستان په یوولسو زندانونو کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې له خوا بندیانو ته خدمات وړاندې کېږي زیاتوي: «خام مواد او د درې وخته خوړو لپاره توکي پېرل شوي او د زندانونو پخلنځیو ته ورکول کېږي او بندیان یې د پخولو مسوولیت لري.»

فیضي وايي چې سور صلیب همداراز پر بندیانو درمل او جامې هم وېشي.

له بلې خوا، داسې ویل کېږي چې د سره صلیب نړیواله کمیټه د بندیانو د لګښت لپاره طالبانو ته نغدې پیسې ورکوي؛ خو ښاغلي فیضي دا څرګندونې رد کړې او وايي چې خوراکي توکي او جامې د سره صلیب له لوري پر بندیانو وېشل کېږي.

دوې ورځې مخکې د سره صلیب کمیټې عملیاتي مدیر مارتین شویپ افغانستان ته سفر وکړ او په یوه ټویټ کې یې ولیکل چې افغانان د خوړو له کمښت، د ناروغۍ او بې وزلۍ له زیاتوالي سره مخ دي.

شويپ ټینګار کړی چې په دې سفر کې یې له خلکو او طالبانو سره خبرې کړې چې څو لسیزې جګړې او اقتصادي ستونزو د خلکو ژوند سخت ګران کړی دی.

یو زنداني چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شوي، امو ته وايي چې د زندان وضعیت سخت د اندېښنې وړ دی او د بندیانو لپاره روغتیايي سپارښتنې په پام کې نه نیول کېږي.

نوموړي زیاته کړه: «له شپږو میاشتو راهیسې، د څرخي پله په زندان کې یم، ددې ترڅنګ چې د طالبانو چلند تاوتریخجن دی، نه مناسب خواړه شته، نه درمل او نه ډآکتر. ډېری بندیان په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي؛ ځکه د بندیانو پر روغتیايي وضعیت هیڅ څارنه نشته. په دې موده کې د بندیانو وضعیت د څېړلو لپاره هېڅ بنست نه دی راغلی.»

د ننګرهار اوسېدونکی شفیق الله چې ورور یې په ننګرهار کې د طالبانو په زندان کې بندي دی وایي چې هره اوونۍ د ورور لګښت له خپله جېبه ورکوي.

د هغه په وینا، په زندان کې بندیانو ته مناسب خواړه نه ورکول کېږي. «هره اونۍ چې د ورور ملاقات ته ورځم، د یوې اندازې پیسو ترڅنګ، له کوره ورته پاخه او خام خوراکي توکي وروړم؛ ځکه په زندان کې بندیانو ته صحي خواړه نه ورکول کېږي.»

د ویلو ده چې د بشري حقونو بنسټونه، تل له جنګي او سیاسي بندیانو سره د طالبانو د ناسم چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د دې ډلې له خوا د خلکو په خپلسرو نیونو کې نیوکې کړې دي.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو نظر هم ترلاسه کړو، خو له پراخو هڅو سره سره بریالي نه شوو.