له پاکستان څخه یو شمېر اخراج شوي افغان کډوال وايي، هېواد ته د دوی له راستنېدو څخه د یو کال په تېرېدو سره، تر اوسه یې هیڅ ډول حیاتي مرستې نه دي ترلاسه کړې.
دوی وايي چې بېکارۍ، د مناسبې سرپناه نشتوالي او سختو اقتصادي ګواښونو د دوی ژوند له جدي بحران سره مخ کړی دی. دا کډوال د سمدستي بشري مرستو غوښتنه کوي.
محمد آصف چې له پاکستان څخه راستون کړل شوی، او د ننګرهار ولایت دبهسودو ولسوالۍ په یوه ګوټ يې اړولي دي وایي هېواد ته له راستنېدو څخه یې له یو کال زیات وخت تېرېږي، خو تر اوسه یې هیڅ ډول حیاتي مرستې نه دي ترلاسه کړې.
دی چې پخپله له ناروغۍ هم کړېږي، وایي د خپلو ماشومانو د یوې مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لپاره کله نا کله د کور د وسایلو پلورلو ته اړ کېږي او کله خو د ورځنۍ ډوډۍ له برابرولو هم عاجز پاتې کېږي.
محمد آصف وایي: «کله چې راغلم، یو موټر سامان مې درلود، خو ټول وسایل مې وپلورل؛ چپرکټ، بسترې او نور لوازم. د هغه په پیسو مې یوه خیمه واخیسته او یو څه مې پر خوراک او نورو لګښتونو مصرف کړل.»
نوموړی زیاتوي:« په دې وروستۍ یوه میاشت کې مې په کور کې حتی ډوډۍ هم نه پیدا کېږي. ګاونډیان راسره مرسته کوي؛ کله د کور کوم څیز پلورو او خواړه پرې اخلو، یا کله یو بل ګاونډی یو څه د خوړلو لپاره راوړي ترڅو ګوزاره وشي.»
نوموړی له مسوولینو غواړي چې د کاري فرصتونو او د ده ماشومانو ته د زدهکړو د زمینې په برابرولو سره د دوی لاسنیوی وکړي.
هغه همدا راز وايي: «له حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي؛ زما اولادونو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي او ما ته هم د کار یو چانس، حتی که یوه وړه کراچۍ هم وي، چمتو کړي. هر ډول کار چې وي، که وکولای شم د ورځې ۱۰۰ یا ۲۰۰ افغانۍ وګټم، خوشحاله کېږم.»
له پاکستان څخه راستانه شوي یو شمېر نور کډوال هم وایي چې له سختو اقتصادي ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.
د فاطمې په نوم د ننګرهار یوه اوسېدونکې وایي: «که مې مېړه کار ته لاړ شي، د ورځې ۶۰ افغانۍ کار کوي؛ په ۶۰ افغانیو زه وړه واخلم، غوړي واخلم که څه وکړم؟ زوی مې هم کار ته ځي، کله کار وي او کله نه وي. د هغه لپاره هم د کار زمینه نشته.»
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وایي، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې له یو ملیون څخه زیات افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه سازمان په خپل نوي راپور کې زیاته کړې چې د کډوالو دغه بهیر په ټول افغانستان کې پر کوربه ټولنو او بشري خدماتو باندې فشارونه په بېساري ډول زیات کړي دي.
