د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د چنګاښ ۲۱ – د ۸ بجو خبرونه

د غور د ملي امنیت پخوانی مرستیال، عبدالله رحیمي، پرون ماښام، د غور په تیورې ولسوالې کې د خپل کور ترڅنګ جومات کې ووژل شو.

دا یوازې په تېره یوه میاشت کې درېیم پخوانی افغان پوځي دی چې په غور ولایت کې وژل کېږي. د پوځي چارو شنونکي د طالبانو د «عمومي عفوې فرمان» تر سختو پوښتنو لاندې راولي او خبرداری ورکوي چې د دغو وژنو دوام به خطرناکې پایلې ولري.

تر اوسه د دې پېښو مسؤلیت کوم شخص یا ډلې نه دی منلی او طالبان هم د دغو وژنو په اړه غلي دي.