افغانستان

پر ایراني بندرونو د امریکا بریدونو افغان سوداګري له ننګونو سره مخ کړې

انځور- چابهار ، ارشیف څخه

د ایران پر چابهار او عباس بندرونو د امریکا وروستیو بریدونو د افغانستان د سوداګرۍ یو له کلیدي مسیرونو څخه اغېزمن کړی او د سوداګرو پر وړاندې یې نوې ننګونې راولاړې کړې دي.

د پنجشنبې په ورځ سهار وختي د چابهار بندر د سمندري ترافیکو د کنټرول پر برج د امریکا تر برید وروسته، هندي رسنیو «دی ټایمز اف انډیا» او «ان‌بي‌ټي» راپور ورکړی چې دا بریدونه د ډیلي لپاره لوی سټراټېژیک زیان دی او له پاکستان پرته افغانستان او منځنۍ اسیا ته د هند لاسرسی له ستونزو سره مخ کوي.

په ایران کې د افغانستان د سفارت پخوانی سوداګریز اتشې، عبدالهادي فرهنګ وایي چې په چابهار کې د شهید بهشتي او شهید کلانتري پر دوو اسکلو او د بېړیو د لارښوونې پر برج بریدونه به د افغانستان پر صادراتو او وارداتو بد اغېز وکړي.

د نوموړي په وینا، تر ټولو بنسټیزې ستونزې په بندر عباس کې دي، ځکه د افغانستان د صادراتو او وارداتو لویه برخه کټ مټ له همدې لارې ترسره کېږي.

د صنایعو او کانونو خونه هم تاییدوي چې افغانستان له چابهار څخه کم خو له بندر عباس څخه ډېره راکړه ورکړه لري؛ بلخوا د اقتصادي چارو کارپوه عبدالظهور مدبر وایي د چابهار بندر کارول د دې لامل کېږي چې افغانستان له هند، خلیج هېوادونو، افریقا، مالیزیا او اندونیزیا سره مستقیمه سوداګري ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر ۱۴۰۴ کال د لړم په ۲۱مه، د طالبانو د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر له ټولو سوداګرو غوښتي وو چې د پاکستان پر ځای ژر تر ژره بدیلې لارې وکاروي، چې چابهار یې تر ټولو اساسي لاره وه.

له بلې خوا، د نړیوال بانک د تېرې مې میاشتې راپور ښيي چې افغانستان په دغه میاشت کې د ۷۹.۲ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات لرل چې ۳۴ سلنه یې هند ته شوي دي.

خو اوس د امریکا بریدونو داسې مهال دا بدیلې لارې له ګواښ سره مخ کړې چې د پاکستان د واګې او کراچۍ بندرونه له تېرو ۹ میاشتو راهیسې د افغان ترانزیت پر مخ تړل شوي دي.