له کلونو راهیسې چین ته د افغانستان د نښلولو هڅې روانې دي او د هېواد په شمال ختیځ کې د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د دغه اقتصادي اتصال یوازینۍ لاره ګڼل کېږي.
طالبانو په دوو پړاوونو کې د واخان دهلېز د جغلاندازۍ کار پیل کړی او په وروستي مورد کې د دوی د کلو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د روان لمریز کال د غبرګولي په ۲۶مه وویل چې د واخان سړک د جوړولو چارې ۷۵ سلنه مخته تللې دي او ډېر ژر به بشپړې شي.
خو د هېواد د ټرانسپورټ او هوايي چلند پخوانی وزیر وايي چې له چین سره د سوداګرۍ او ترانزیټ د پیل لپاره د واخان په دهلېز کې د لویو لارو او ریل پټلۍ پر جوړولو د پراخو پانګونو اړتیا ده.
واخان ولسوالۍ
د بدخشان واخان ولسوالۍ د هېواد په شمال ختیځ کې د لوړو غرونو درلودونکی یو تنګ دهلېز دی؛ دا هغه حایله سیمه ده چې په نولسمه پېړۍ کې د برېتانیا او پخواني شوروي د قلمروونو د جلا کولو لپاره رامنځته شوه.

دا ولسوالۍ د بحر له کچې څخه د ۳۰۰۰ تر ۶۸۰۰ مترو پورې لوړوالی لري او د بدخشان یو له تر ټولو لویو خو لږ نفوسه ولسوالیو څخه شمېرل کېږي.
واخان ۲۶۰ کیلومتره اوږدوالی او له ۱۲ څخه تر ۶۰ کیلومترو پورې سور (پراخوالی) لري. د دغې ولسوالۍ مرکز «خندود» دی. واخان چې د یوه تنګ دهلېز په بڼه دی، افغانستان له چین سره نښلوي.
د واخان د سړک د کار مخینه
د واخان سړک د جوړولو چارې له «بزهای ګنبد» سیمې څخه د چین تر پولې پورې د لومړي ځل لپاره د ۱۳۹۹ لمریز کال په تله کې پیل شوې.
د جمهوریت په دوره کې د دې سړک د جوړولو مسوولیت د ټول ګټو وزارت پر غاړه درلود او کار یې ۱۵ سلنه مخته تللی و چې حکومت د طالبانو لاس ته ورغی.
د طالبانو په راتګ سره، د واخان سړک د جوړولو مسوولیت له ټول ګټو وزارت څخه د کلو د بیا رغونې او پراختیا وزارت ته وسپارل شو.
د طالبانو د کلو د بیا رغونې او پراختیا پخواني وزیر محمد یونس اخوند تر دې وړاندې ویلي وو: «نن الحمد لله دلته دا سړک شروع دی، هغه پروژه چې د چین تر پولې رسېږي.»
د سړک د چارو د بشپړېدو پړاوونه
طالبانو د واخان دهلېز د سړک د لومړي پړاو کار د ۱۴۰۲ لمریز کال په شپږمه میاشت کې پیل کړ.
دا سړک له «بزهای ګنبد» سیمې پیل او د چین د پولې تر صفري نقطې پورې دوام لري. د دغه فاز اوږدوالی ۵۰ کیلومتره دی چې د ۱۸۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.

په وروستي مورد کې، د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي معاونیت وویل چې د دغه سړک کار له ۶۰ سلنې زیات بشپړ شوی دی.
د بدخشان د واخان دهلېز د دویم پړاو تړون د لومړي فاز له پیل څخه نږدې شپږ میاشتې وروسته، تر دې مخکې چې لومړی فاز پای ته ورسېږي، لاسلیک شو.
دویم پړاو د «بروغیل» له پولې پیل او د «بزهای ګنبد» سیمې پورې دوام مومي. دا برخه ۷۱ کیلومتره اوږدوالی او ۸ متره سور لري او د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.
د طالبانو ادارې د کلو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د غبرګولي په ۲۶مه اعلان وکړ چې د واخان سړک جوړولو چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې او ډېر ژر به بشپړې شي.
طالبانو د واخان سړک د دغو دوو فازونو لپاره چې نږدې ۱۲۰ کیلومتره کېږي، نږدې پنځه میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.
د دغه سړک د رغونې پر وړاندې پرتې ننګونې
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر دې مخکې په یوه راپور کې ویلي وو چې له سپوږمکۍ اخیستل شوي انځورونه ښيي چې د ۱۴۰۲ کال له زمري میاشتې د ۱۴۰۳ کال تر دلوې میاشتې پورې د واخان سړک په اوږدو کې هېڅ داسې ساختماني فعالیت ندی لیدل شوی چې د پام وړ وي.
د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند پخوانی وزیر حمیدالله فاروقي پدې اړه وايي: «هغه بنسټیز جوړښت چې وکولای شي د سوداګرۍ او ترانزیټ د پیل لپاره یو خوندي او معیاري لاره اوسي، په هېڅ وجه بسنه نه کوي؛ ځکه موږ په سلګونو میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو. دا ښايي یو خورا ابتدايي بحث وي او زموږ ستونزه نشي حل کولای.»
د یونیسکو د اسنادو پر بنسټ، سره له دې چې افغانستان د ورېښمو لارې د تاریخي مسیر یوه برخه پاتې شوی، خو تر اوسه د چین د «یو کمربند او یوې لارې» د نوښت په اصلي مسیرونو کې ندی شامل شوی.
له دې سره سره، د دغه نوښت یوه مهمه پروژه په تاجکستان کې د افغانستان پولې ته نږدې د پلي کېدو په حال کې ده.
د هغه تړون له مخې چې تېر زیږدیز کال د چین او تاجکستان ترمنځ لاسلیک شو، چین د دوشنبې–کولما د لویې لارې د ۱۰۹ کیلومتره برخې د جوړولو کار پیل کړی دی؛ دا هغه لاره ده چې تاجکستان د کولما تېرګې له لارې له چین سره نښلوي.
د اقتصادي مسایلو شنونکی سید مسعود وايي: «متاسفانه دا چې ولې دا کار نه کېږي، له سیاسي اړخه هم مطرح و؛ په پیل کې چې شوروي و او وروسته چې امریکا راغله، بیا هم د سیاسي پلوه مطرح و چې چینایانو ممانعت کاوه او اوس هم یو بل خورا لوی ممانعت کونکی پاکستان دی چې دا لاره باید جوړه نشي، که جوړه شي د افغانستان ستراتیژیک موقعیت تر هغه بریده لوړېږي چې پاکستانیان د خپل ستراتیژیک موقعیت په اړه فکر هم نشي کولای.»
د بدخشان واخان د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري په لسمه نېټه د افغانستان دویم ملي پارک اعلان شو.
ملګرو ملتونو په هغه وخت کې وویل چې دا سیمه د ښکلي طبیعت او بېساري ځنګلي ژوند، په ځانګړي ډول د مارکوپولو پسونو په لرلو سره د چاپیریال ساتنې لپاره خورا ځانګړی ارزښت لري.
افغانستان د واخان دهلېز له لارې د چین له سینکیانګ خپلواکې سیمې سره ګډه پوله لري.
چین په سینکیانګ کې د جلاوطنۍ، ترهګرۍ او افراطیت په اړه جدي امنیتي اندېښنې لري او دا مسایل د خپل ملي امنیت تر ټولو مهمې ننګونې ګڼي.
