ورزش

افغانستان د سویلي اسیا د بدن ښکلا سیالیو کې درېیم مقام او ۱۰ مډالونه وګټل

انځور، د المپیک کمېتې څخه

د مالدیف په کوربه‌توب د سویلي اسیا د بدن ښکلا او فټنس په ۱۶م پړاو سیالیو کې افغان ورزشکارانو په وروستۍ ورځ د نویو مډالونو په ګټلو سره، په ټولیزه توګه د دغو سیالیو درېیم مقام خپل کړ.

د طالبانو تر واک لاندې د هېواد د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د وروستیو معلوماتو له مخې، د دغو سیالیو په وروستۍ ورځ افغان لوبغاړو وکولی شول چې یو د سرو زرو او درې د برونزو نور مډالونه هم په خپل نوم کړي.

د دې ترڅنګ، دوو تنو افغان ورزشکارانو په خپلو وزنونو کې څلورم مقامونه ترلاسه کړل او دوو افغان لوبڅارانو ته د نړیوالې کچې د لوبڅارۍ رسمي سندونه هم ورکړل شول.

افغان ۱۸ کسیزې ډلې تر دې وړاندې په دغو سیالیو کې دوه د سرو زرو، درې د سپینو زرو او یو د برونزو مډالونه ګټلي وو، چې د وروستۍ ورځې د پایلو په یوځای کېدو سره د افغانستان د مډالونو ټول شمېر ۱۰ (۳ د سرو زرو، ۳ د سپینو زرو او ۴ د برونزو مډالونه) ته ورسېد او په دغو سرو سیالیو کې یې د هېواد درېیمه درجه ګټونکي مقام تایید کړ.

یادې سترې سیمه ییزې سیالۍ د سویلي اسیا د اتو هېوادونو د پیاوړو ورزشکارانو په ګډون د روان کال د چنګاښ په ۹مه نېټه پیل شوې وې، چې د چنګاښ په ۱۲مه نېټه په رسمي ډول پای ته ورسېدې او افغان لوبډله د پام وړ لاسته راوړنو سره بېرته هېواد ته راستنېږي.