د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا د هېواد په کچه د پیل شویو سوداګریزو سیالیو یا «شپږیزه کرکټ لیګ» په دوام، مس عینک اتلانو د یوې یو اړخیزې او جالبې لوبې په ترڅ کې بندامیر ښامارانو ته د ۸ وېکټو په توپیر درنه ماتې ورکړه او په جدول کې یې خپل موقف پیاوړی کړ.
په دغې سهارنۍ سیالۍ کې لومړی د مس عینک اتلانو د پچې یا ټاس په ګټلو سره د بالېنګ پرېکړه وکړه او خپل سیال بندامیر ښاماران یې توپوهنې ته راوبلل.
بندامیر ښامارانو د لوبې په پیل کې د مس عینک د تېز او سپین بالېنګ د فشار له امله خپل ډېری مخکښ لوبغاړي یو په بل پسې له لاسه ورکړل او د منډو جوړولو کچه یې خورا ټیټه پاتې شوه.
د بندامیر ټوله ډله په ۱۹.۳ اورونو کې په داسې حال کې د ۱۱۴ منډو په جوړولو وسوځېده، چې د مس عینک بالرانو د لوبې واګې په بشپړ ډول په خپل لاس کې اخیستې وې.
د مس عینک په توپاچوونکو کې چپ لاسي سپېنر، ضیاء الرحمن شریفي په خورا مهار او اقتصادې بڼه په ۲.۳ اورونو کې یوازې ۱۲ منډې ورکړې او د سیال لوري ۳ مهم لوبغاړي یې د وسوځول.
ورسره جوخت، د افغانستان د ملي ډلې پېژندل شوي سپېنر مجیب الرحمن هم پخپلو ۴ اورونو کې د ۲۲ منډو په بدل کې ۳ نور سټراپ کونکي توپوهونکي له ډګره بهر کړل او د بندامیر د منډو منځنۍ کچه یې له خاورو سره برابره کړه.
مس عینک اتلانو د ۱۱۵ منډو دغه اسانه هدف په خورا تېزهتوګه تعقیب کړ.
د یادې ډلې پرانیستونکو توپوهونکو یوازې په ۹.۴ اورونو (۵۸ توپونو) کې د ۲ وېکټو په زیان سره پوره کړ، چې په دغه سټایل سره یې بریا په لږ تر لږه ۱۰ اورونو کې خپله کړه.
په دغه تېز تعقیب کې د مس عینک د ملي لوبډلې تکړه او مشهور سرکپتان رحمان الله ګربز په ۳۰ توپونو باندې د ۵۲ منډو په جوړولو سره خپله سټایلش نیمه سلیزه پوره کړه.
د هغه ترڅنګ خالد تڼیوال هم په سخت زړه سره توپوهنه وکړه او په ۲۲ توپونو کې یې د ۳ سترو شپږیزو او ۷ څلوریزو په مټ د ۵۳ منډو په زړه پورې ناسوځېدلې پاڼۍ ولوبوله او بریا یې تضمین کړه.
د لوبې د رسمي پای ته رسېدو وروسته، د افغانستان کرکټ بورډ لخوا په بېلابېلو کټګوریو کې د سهارنۍ سیالۍ د ځلېدلو لوبغاړو نومونه او د هغوی جایزې په لاندې ډول اعلان شوې:
- د لوبې غوره لوبغاړی (مېن آف دي مېچ): ضیاء الرحمن شریفي د خپل خورا اقتصادي او اغېزناک بالېنګ (۳ وېکټې په ۱۲ منډو) له امله دا ویاړ خپلو کړ.
- د لوبې بڼه بدلوونکی (ګېم چنجر): مجیب الرحمن د لوبې د برخلیک ټاکلو او په منځنیو اورونو کې د ۳ وېکټو (په ۲۲ منډو) د اخیستلو په خاطر د دې جایزې ګټونکی شو.
- سټایلش لوبغاړی: رحمان الله ګربز د خپلې تېزې، کلاسیکې او په زړه پورې نیمه سلیزې (۵۲ منډې) له امله دا ستاینه ترلاسه کړه.
- د ډېرو شپږیزو وهونکی: خالد تڼیوال د خپلې ځواکمنې توپوهنې او په پاڼۍ کې د ۳ د پام وړ شپږیزو د ځایولو له امله د دغې جایزې مستحق وګڼل شو.
