افغانستان

د لومړني افغان ستور مزلي جنازه خپل هیواد ته وړل کیږي

عبدالاحد مومند لومړنی افغان ستورمزلی

د افغانستان د لومړني ستور مزلي ارواښاد عبدالاحد مومند کورنۍ پرېکړه کړې چې د نوموړي جنازه له المان څخه هېواد ته ولېږدوي.

ارواښاد مومند تېره اونۍ (د جون پر ۲۲مه) د المان په یوه روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

د مومند کورنۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا ګام یې د افغان ولس غوښتنې ته د درناوي او د هېواد د ملي ارزښتونو د پاسدارۍ په خاطر پورته کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي: «افغانستان د هغه اصلي ټاټوبی و او د هغه وروستی آرامځای به هم په همدې خاوره کې وي.»

که څه هم د ارواښاد مومند په مړینه ګڼو افغان مشرانو او عامو وګړو ژوره خواشیني ښودلې وه، خو د طالبانو حکومت د یوې اونۍ په تېرېدو سره لا هم پدې اړه هېڅ رسمي غبرګون ندی څرګند کړی.

د ستورمزلي کورنۍ تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي چې ایا هېواد ته د جنازې د لېږدولو په پروسه کې د کابل له اوسني حکومت سره کومه همغږي یا د همکاریو ډاډ ترلاسه شوی که نه.

عبدالاحد مومند د ۱۹۵۹ ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې زېږېدلی و.

هغه په هوایي سکټور کې تر مسلکي زده‌کړو وروسته، په ۱۹۸۸ ز کال کې د پخواني شوروي اتحاد په همکارۍ د «سویوز ټي ام-۶» فضایي بېړۍ له لارې «میر» فضايي سټېشن ته لاړ.

مومند په تاریخ کې لومړنی ستورمزلی و چې فضا ته یې له ځان سره د قرانکریم نسخه یووړه او له هغه ځایه یې له ځمکې سره په سوچه پښتو ژبه خبرې وکړې.