د پاکستان پوځ د بلوچستان ایالت پر سرحدي سیمو د طالبانو د بېپيلوټه الوتکو (ډرون) برید تایید کړی او ویلي یې دي چې پدې برید کې، څلور بېپيلوټه الوتکې د افغانستان له خاورې د دغه هېواد هوایي حریم ته ننوتې وې.
یاد پوځ په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې دا بېپيلوټه الوتکې د پاکستاني پوځیانو د هوایي مدافع ځواکونو لخوا رانسکورې شوې او خپلو موخو ته ندي رسېدلې.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د افغانستان د طالبانو د رژیم لخوا د داسې پروپاګند موخه د افغانستان د ولس بېلارې کول دي، چې د دوی تر واکمنۍ لاندې کړېږي.»
د افغانستان طالبان باید پوه شي چې د دوی دا ډول غیرمسؤلانه چلند یوازې د افغانانو کړاوونه زیاتوي. د داسې ټوکو او تشو لفاظیو په واسطه د خپلو خلکو د غلي کولو د هڅو پر ځای، دوی باید د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي او د سوله ییز ژوند اصل ته غاړه کېږدي.»
د پاکستان پوځ ګواښ کړی، که طالبان د پاکستان پارولو ته دوام ورکړي، نو داسې کلک ځواب به ورکړل شي چې د دوی لپاره به «خورا ګران» پرېوځي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان له هوایي بریدونو دوه ورځې وروسته، د طالبانو د دفاع وزارت په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې پر هغو ځایونو چې دوی «د داعش او د شر او فساد د عناصرو ګډ مرکزونه» بللي وو، د هوایي بریدونو خبر ورکړی و.
یاد وزارت تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې دا مرکزونه په افغانستان کې د بریدونو د پلانولو او همغږۍ لپاره کارول کېدل او پدغو بریدونو کې، «داعش او د هغوی ملاتړو ته درنه مرګژوبله» اوښتې ده.
دا برید په داسې حال کې کېږي چې پاکستاني پوځیانو د روانې اونۍ د یکشنبې په شپه د پکتیا د څمکنیو، د پکتیکا د ګیان او د کونړ د مانوګي ولسوالیو ځینې برخې بمبار کړې وې.
پاکستان ادعا کړې وه چې په دغو بریدونو کې یې «د ټيټيپي او جماعت الاحرار پټنځایونه» په نښه کړي او پکې د دغو ډلو ۲۵ غړي وژل شوي؛ خو یوناما ویلي چې په دغو بریدونو کې «۲۸ ملکیان» وژل شوي او ۴۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
