د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو او پاکستان ترمنځ د پوځي نښتو د دوام په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره، له دواړو لوریو غوښتي چې وسلهوالو نښتو ته د پای ټکی کېږدي او خپلې اختلافونه د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.
دغه وزارت د سې شنبې په ورځ، د سرطان په ۱۰مه، په یوه بیانیه کې وویل چې د «افغانستان او پاکستان ترمنځ د پوځي تقابل د دوام په اړه اندېښمن» دی او ټینګار یې وکړ چې په دغو درنو نښتو کې تر ټولو زیات زیان غیرنظامیانو (ملکي وګړو) ته رسېدلی دی.
په دغه بیانیه کې، د جون د ۲۹مې په شپه په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو باندې د پاکستان د پوځ هوايي بریدونه «تازه غمجنې پېښې» بلل شوي؛ خو په ښکاره او صریح ډول ندي غندل شوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د ارقامو په استناد ویلي دي چې د دغو بریدونو په پایله کې د یو شمېر ماشومانو په ګډون ۲۸ تنه وژل شوي او شاوخوا ۵۰ تنه نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې په مسکو کې د افغانستان د مطالعاتو د مرکز رییس، اندري سیرینکو پرون له غرمې مخکې له «آمو» سره په خبرو کې وویل چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په دودیز ډول حساسو مسایلو ته ناوخته ځواب ورکوي.
هغه اټکل کړی و چې د سې شنبې په ورځ به د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دغو بریدونو په تړاو غبرګون وښيي.
روسیې تر دې وړاندې هم له طالبانو او پاکستان څخه غوښتي وو چې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي او اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د حل لپاره د منځګړیتوب په تړاو هم د خپل چمتووالي خبر ورکړی و.
پاکستاني پوځیانو د روانې اونۍ د یکشنبې په شپه د پکتیا د څمکنیو، د پکتیکا د ګیان او د کونړ د مانوګي ولسوالیو ځینې برخې بمبار کړې.
پاکستان ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې یې «د ټيټيپي او جماعت الاحرار پټنځایونه» په نښه کړي او پکې د دغو ډلو ۲۹ غړي وژل شوي؛ خو یوناما ویلي دي چې په دغو بریدونو کې «۲۸ ملکیان» وژل شوي او ۴۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
