د طالبانو حکومت په یوه نوي بیان کې ویلي چې د افغانستان په ختیځو سیمو د پاکستان په تېره شپه هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ عام وګړي وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي.
د طالبانو د ویاند د مرستیال، حمدالله فطرت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د پاکستان جنګي الوتکو په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د خلکو استوګنیز کورونه په نښه کړي او ۳ کورونه یې په بشپړه توګه نړولي دي.
د رارسېدلو معلوماتو له مخې، تر ټولو درنه مرګژوبله د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ په «مندوخېلو» کلي کې اوښتې ده.
طالب چارواکي وایي په دغه کلي کې لومړی د خلکو پر یو کور برید وشو چې پکې یو سپینږیری او یو ماشوم ووژل شول، خو کله چې د کلي خلک د قربانیانو د ژغورلو او مرستې لپاره راټول شول، پاکستاني الوتکو په دغه کلي دویم ځل بمباري وکړه.
په دغه غبرګ برید کې ۲۸ تنه راټول شوي عام وګړي ووژل شول او ۱۵۸ نور ژوبل شول.
دغه راز د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ په «ولوست» کلي کې هم پر یو کور برید شوی چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي او په کونړ ولایت کې هم د یو کور د نړېدو خبر ورکړل شوی دی.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د پوځ دغه بریدونه په کلکو ټکو غندلي او دا یې د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض او د نړیوالو معیارونو خلاف عمل بللی دی.
ښاغلي کرزي پر خپله ایکس پاڼه په خپور شوي بیان کې پر پاکستان غږ کړی چې د «ستیزهجویۍ او د افراطګرۍ په وړاندې له دوه ګوني چلند» څخه لاس واخلي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاالله تارړ وايي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په کراچۍ کې د رینجرز ځواکونو پر مرکز د برید په غبرګون کې په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې ۲۵تنه د ټي ټيپي او جماعتالاحرار وسلهوال وژلي دي.
