د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د چنګاښ ۶ – د ۸ بجو خبرونه

د طالبانو شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون رییس ادعا کوي چې د طالبانو د واکمنۍ لپاره بدیل نشته او هر ډول سقوط به یې د افغانستان د وېش لامل شي.

شهاب‌الدین دلاور وایي، طالبانو په خپلو کړنو او سیاستونو سره افغانستان دوه سوه کاله مخکې وړی دی.
دغه طالب چارواکی د طالبانو د مشر پر اطاعت او په یوه ځای کې د واک او پرېکړې پر تمرکز ټینګار کوي.

د طالبانو د اړیکو د کمېسیون رییس همدارنګه په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو پر غوښتنه سختې نیوکې کوي او وایي، په افغانستان کې هېڅ سیاسي جریان هراړخیز نه دی پاتې شوی او له طالبانو څخه هم باید دا تمه ونه شي.