افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: ایران د افغانستان د سوداګرۍ پر اصلي لاره بدل شوی دی

د سوداګریزو توکو د لیږد لاریو عکس، آرشیف

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وایي، له پاکستان سره د سوداګریزو او تګ‌راتګ  لارو له تړل کېدو وروسته، ایران د افغانستان د سوداګرۍ پر اصلي لاره بدل شوی دی.

دغه بنسټ په خپل نوي راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شو، وایي چې اوسمهال د افغانستان شاوخوا ۶۰ سلنه سوداګري د لوېدیځو لارو او د ایران له لارې ترسره کېږي؛ دا اساسي بدلون په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان له لارې د رسمي سوداګرۍ له اېسارېدو وروسته رامنځته شوی دی.

هممهاله، د مرکزي اسیا د رېل پټلۍ له لارې د توکو واردات هم په بې‌ساري توګه زیات شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، که څه هم سوداګر د صادراتو او وارداتو د بهیر په ساتلو توانېدلي، خو دا بدیلې لارې خورا اوږدې او ګرانې دي.

همدا علت دی چې د توکو د لېږد-رالېږد لګښت لوړ شوی او په پایله کې یې په افغانستان کې د خوراکي توکو، تېلو او کرنیزو موادو بیې په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي.

دا اداره خبرداری ورکوي چې دا بدلون په داسې حال کې راځي چې افغانستان هممهاله له څو بحرانونو سره مخ دی؛ لکه د پاکستان د لاړو تړل کېدل، د منځني ختیځ د جنجالونو له امله بې‌ثباتي، د بشري مرستو کمښت او له ګاونډیو هېوادونو څخه د میلیونونو کډوالو بېرته راستنېدل.

د خوړو د نړیوال پروګرام په وینا، دغو ټولو عواملو په ګډه په افغانستان کې د خوړو ناامني خورا سخته کړې ده.

د راپور پر بنسټ، د یوې لومړنۍ خوراکي کڅوړې بیه د ۲۰۲۵ له اکتوبر څخه د ۲۰۲۶ تر اپرېل پورې ۱۰ سلنه لوړه شوې ده.

په همدې موده کې، د هغو کورنیو سهم چې له مناسب خوراکي خوندیتوب څخه برخمنې وې، له ۲۸ سلنې څخه ۲۰ سلنې ته راښکته شوی دی.

همداراز، ۷۲ سلنه کورنیو د خپل عاید د کمېدو خبر ورکړی او ۵۷ سلنه نورو ویلي چې د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د خوړو د وختونو کمولو یا د خپلو وسایلو پلورلو ته مجبورې شوې دي.

دا بنسټ اټکل کوي چې اوسمهال ۱۳ میلیونه او ۸۰۰ زره کسان په افغانستان کې د خوړو له سخت او اضطراري نه خوندیتوب سره مخ دي.

که د پاکستان لارې همداسې تړلي پاتې شي او سیمه ییز کړکېچ دوام وکړي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د سختې لوږې سره د مخ کسانو په شمېر کې ۲ میلیونه او ۳۰۰ زره نور خلک هم ورزیات شي.

په راپور کې راغلي چې د پاکستان د لارو محدودیتونه د خوراکي توکو د ګرانۍ اصلي عامل دی.

د ۲۰۲۵ د اکتوبر په پرتله، د پاکستانۍ وریژو بیه ۳۸٪، د رومیانو ۷۱٪، کچالو ۱۰۵٪، بوره ۲۷٪ او د خوړلو تېل ۱۲٪ ګران شوي دي. د تېلو بیه هم د وارداتي غوښتنو له امله ۱۳ سلنه لوړه شوې ده.

دې وضعیت پر کرنیز سکتور هم سخت فشار راوړی دی.

د پاکستان لارې بندېدل او د کیمیاوي سرو نړیواله ګراني د دې لامل شوې چې د ډي‌اې ‌پي (DAP) سرې بیه ۱۸ سلنه او د یوریا سرې بیه ۳۶ سلنه لوړه شي، چې دې چارې د راتلونکي حاصلاتو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

بل لور ته، د افغانستان د کار بازار د راستانه شویو کډوالو د جذب وړتیا نلري.

له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۶ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي، خو یوازې ۲۰ سلنه یې رسمي کارونه پیدا کړي او په ځینو سیمو کې د بېکارۍ کچه له ۸۰ څخه تر ۹۵ سلنې پورې رسېږي. هغه کسان چې کار کوي، له نورو کم عاید لري.

دا اقتصادي وضعیت د خوارځواکۍ د بحران د زیاتېدو لامل شوی دی.

اټکل کېږي چې روان کال به ۳ میلیونه او ۷۰۰ زره ماشومان په حادې خوارځواکۍ اخته شي، چې دا پدې هېواد کې تر ټولو لوړ رقم دی. خو د بودیجې د سخت کمښت له امله، دا سازمان یوازې د درېیمې برخې څخه د لږو ماشومانو د درملنې ملاتړ کولی شي.

همداراز د پاکستان څخه د ځانګړو درملیزو خوړو د واردولو په برخه کې ستونزې د تغذیې پر پروګرامونو بده اغېزه کړې او دا کمښت د هېواد په سویل کې د ناروغۍ د بېرته ګرځېدو او د بشري مرستو د کموالي له امله خورا شدید دی.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي چې د مرستو د رسولو لګښت هم خورا زیات شوی دی؛ ځکه مرستندویه ادارې اوس مجبورې دي چې د ایران او مرکزي اسیا له اوږدو لارو څخه کار واخلي.

په پایله کې، د ټرانسپورټ لګښت له ۲.۵ څخه تر ۵ برابره پورې لوړ شوی او د ځینو محمولو د لېږد وخت له ۱۰ ورځو څخه ۷۵ ورځو ته اوږد شوی دی.

په پای کې، د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی چې د پاکستان له لارې د سوداګرۍ بېرته پیلېدل په افغانستان کې د خوراکي امنیت د ښه کېدو تر ټولو اغېزناکه لاره ده او له نړیوالې ټولنې یې د مالي مرستو د زیاتوالي او د مرستو د بڼې د انعطاف‌پذیرۍ غوښتنه کړې ده.