لویدیځه اسیا

امریکا یوځل بیا پر ایران بریدونه وکړل

انځور- ارشیف

د امریکا پوځ د جمعې په ورځ په هرمز تنګي کې پر یوې سوداګریزې کښتۍ د ایران د ډرون برید په غبرګون کې پر دغه هېواد بریدونه وکړل؛ د دواړو هېوادونو لخوا د تېرې اونۍ د اوربند د هوکړې د نقض کولو تورونه یو پر بل پورې کېږي.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) د معلوماتو له مخې، امریکایي الوتکو د ایران د توغندیو او ډرون الوتکو د زېرمو ځایونه او ساحلي راډارونه ویشتي او ویلي یې دي چې دا عملیات پای ته رسېدلي دي.

هغوی دا برید د اوربند د نقض په وړاندې یو «ځواکمن ځواب» بللی دی.

بلخوا ایران وایي، د دغه هېواد په سویل کې د «سیریک» بندر په شاوخوا باندې بريد شوی او د ایران سمندري ځواکونو په سیمه کې د امریکا پر پوځي اهدافو د بریدونو په کولو سره دغه کار ته ځواب ورکړی، خو د احتمالي زیانونو جزیات یې ندي ورکړي.

په ورته وخت کې د هرمزګان د بندرونو مسؤل وایي چې سیریک بندر ته کوم زیان ندی اوښتی او فعالیت یې عادي روان دی.

د امریکا د ولسمشر مرستیال، جې ډي وینس په دې اړه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «ایران د اوربند هوکړه لاسلیک کړې او موږ ورته ژمن پاتې شوي یو… خو د تاوتریخوالي ځواب به په تاوتریخوالي ورکول کېږي.»

د ایران سپاه پاسداران بیا ادعا کړې چې د اوربند د هوکړې له مخې په تنګي کې د کښتیو د ټرافيکو کنټرول د دوی حق دی او خبرداری یې ورکړی چې د امریکا د هر ډول بل برید په صورت کې به د دوی ځواب خورا پراخ وي.

سره له دې، د جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې د پرمختګ ځینې نښې هم لیدل کېږي؛ اسرائیلو او لبنان د اسرائیلو او د ایران ملاتړي حزب الله ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو لومړنی تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې باید حزب الله بې‌وسلې شي او اسراییل له لبنانه خپل ځواکونه وباسي، خو حزب الله ویلي چې همکاري به ونه کړي.

د دې نوي تاوتریخوالي له پیل وړاندې، د تېلو په نړیوالو بیو کې ۳ سلنه کموالی راغلی و، ځکه په هرمز تنګي کې د ټانکرونو تګ راتګ بېرته ښه شوی و او د سعودي ارامکو شرکت هم له څلور میاشتني ځنډ وروسته د راس تنوره له بندر څخه د تېلو بارول پیل کړي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو خلیج هېوادونو ته د خپل سفر په پای کې د خلیج د همکارۍ شورا سره په یوې ګډه اعلامیه کې په هرمز تنګي کې د «ازاد، بې قید او شرطه او بې محصوله» تګ راتګ غوښتنه وکړه، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې دا اوبلاره باید یوازې د ایران او عمان لخوا اداره شي.