کډوالي

ایران ۱۶۴ تنه افغان بندیان طالبانو ته وسپارل

انځو- د ایران له زندانونو څخه ازاد شوي بندیان

د ایران قضایي چارواکو اعلان کړی چې په دغه هېواد کې ۱۶۴ تنه افغان بندیان له ایراني زندانونو څخه د افغانستان د ننه زندانونو ته انتقال او طالب چارواکو ته سپارل شوي دي.

د ایران د فارس اژانس د راپور له مخې، د هیرمند ولسوالۍ څارنوال علیرضا سرحدي ویلي چې دا بندیان د سې شنبې په ورځ  په(میلک بندر) کې د ایران او طالبانو ترمنځ د محکومینو د لېږد د هوکړې د یوولسم پړاو په چوکاټ کې تسلیم کړل شول.

د سرحدي په وینا، یادو بندیانو تر دې وړاندې د ایران په شپږو ولایتونو، سیستان او بلوچستان، هرمزګان، فارس، کرمان، بوشهر او خوزستان کې د بند ټاکلې موده تېروله.

د هیرمند څارنوال زیاته کړې چې دا لړۍ د دواړو لورو د قضایي، امنیتي او اجرایوي بنسټونو په همغږۍ ترسره شوې، ترڅو بندیان د خپل محکومیت پاتې موده په خپل هېواد کې تېره کړي.

ایراني چارواکو د دغو بندیانو د جرمونو د نوعیت په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې د داسې بندیانو ډېره برخه د نشه‌یي توکو او په غیرقانوني توګه د سرحدونو د اوښتو په تور نیول شوي وو.

ایران د هغو هېوادونو له ډلې دی چې تر ټولو زیات افغان کډوال په کې مېشت دي او د رسمي شمیرو له مخې، دا مهال زرګونه افغان وګړي د مختلفو جرمونو له امله د ایران په بېلابېلو زندانونو کې بندیان دي.

په تېرو څو کلونو کې له ایران څخه د بندیانو د لېږد موضوع د دواړو لورو ترمنځ د بحثونو یو اصلي محور و او طالبانو واک ته له بېرته رسېدو وروسته په وار وار له تهران څخه د دې لړۍ د ګړندي کولو غوښتنه کړې ده.

سره له دې، د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو اندېښنه ښودلې چې طالبانو ته د بندیانو په سپارلو سره، د هغوی د دوسیو د روښانتیا او عادلانه محاکمې په برخه کې پوره تضمین شتون نه لري.