سیاست

هیدر بار: اروپايي ټولنه بروکسل ته د طالبانو په بللو خپل شرم په پیسو نشي پټولای

انځور- د اروپا پارلمان څخه

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدر بار ویلي، چې اروپایي ټولنه له افغان کډوالو سره د «لږو نغدو پیسو» په مرسته کولو سره نشي کولای بروکسل ته د طالبانو د پلاوي بللو «شرم» له ځانه لیرې کړي.

هیدر بار دا توند غبرګون پر اېکس شبکه د کډوالو او کورنیو بېځایه شویو لپاره د اروپایي ټولنې د ۲۰ میلیونه یورو د نوې مرستې په وړاندې ښودلی دی.

نوموړې ویلي، اروپایي ټولنه نشي کولای هغو خلکو ته چې بېرته یې تر تعقیب او شکنجې لاندې هېواد ته شړي، د لږو پیسو په ورکولو سره بروکسل ته د طالبانو د دعوت کولو ملامتي پاکه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په مشرۍ یو ۵ کسیز پلاوی د کمیسیون په رسمي بلنه بروکسل ته تللی و، ترڅو هلته د محکومو افغان کډوالو د اېستلو پر تخنیکي مسایلو خبرې وکړي.

بلخوا د اروپایي پارلمان غړې هانا نیومن هم په‌دې اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې طالبانو ته هر ډول بلنه، د ویزې ورکول او رسمي ناسته یو ځانګړی سیاسي سیګنال ورکوي او هغوی ته مشروعیت بښي.

همداراز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنټ هم د کډوالو د اېستلو په تړاو له طالبانو سره خبرې اترې پر افغانانو په ځانګړي ډول پر ښځو یو توند برید او سپکاوی بللی دی.

خو بل پلو، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي بیا د دغې ناستې اجنډا پراخه بللې او ویلي یې دي چې په اروپا کې د قونسلي خدماتو د بېرته پیلولو په اړه یې مثبتې خبرې کړې دي.