سیاست

ټرمپ او امریکايي سناتور د ایران د جګړې پر سر سخت لفظي جنجال وکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د جګړې پر سر له خپلو ګوندي جمهوري غوښتونکو سناتورانو سره په یوه پټه غونډه کې له سختو نیوکو سره مخ شوی او د راپورونو له مخې، د هغه او سناتور بیل کاسیډي ترمنځ سختې نارې سورې او لفظي جنجال شوی دی.

سناتور کاسیډي پر ټرمپ غږ کړی چې د ایران سره د شوې نوې لومړنۍ هوکړې په اړه وضاحت ورکړي، ځکه د هغه په وینا، دغه هوکړه د جګړې هیڅ یو هدف هم ندی ترلاسه کړی.

دا توند جنجال داسې مهال کېږي چې د ټرمپ ادارې له کانګرس څخه د دغې جګړې د لګښتونو پوره کولو لپاره د نورو ۷۰ ملیارده ډالرو غوښتنه کړې، چې دا به د امریکا د ۸۶۷ ملیارده ډالري نظامي بودیجې سربېره وي.

دا په داسې حال کې ده چې د نظرپوښتنو له مخې، یوازې ۲۵ سلنه امریکایان دغه جګړه په دغو لګښتونو ارزښتمنه بولي او د ټرمپ د محبوبیت کچه تر ټولو ټیټ حد ته لوېدلې ده.

بلخوا، د امریکا او ایران ترمنځ د دغې لومړنۍ هوکړې له امله که څه هم د هرمز تنګی پرانیستل شوی او د تېلو بیې راټیټې شوې دي، خو په منځني ختیځ کې د امریکا متحدینو (د خلیج هېوادونو) پرې سخته اندېښنه ښودلې ده.

هغوی ویره لري چې ایران ته ورکړل شوې مالي اسانتیاوې او امتیازات به د تهرانو د پوځ په بیا رغونه کې مرسته وکړي.

 په ورته وخت کې په واشنګټن کې د اسرائیلو او لبنان ترمنځ د ځواکونو د پرشا کېدو په اړه خبرې روانې دي، خو نتانیاهو ویلي چې خپل ځواکونه له سیمې نه باسي.