د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د چنګاښ ۲ – د ۸ بجو خبرونه

د طالبانو پنځه کسیز پلاوی نن بروکسل ته ولاړ.

د طالبانو یوه چارواکي ویلي چې د اروپايي ټولنې د چارواکو او د طالب پلاوي غونډه د سې‌شنبې په ورځ او یوازې د څو ساعتونو لپاره جوړه شوې.

له دې سره هم مهاله، د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د طالبانو غړو ته د یوې ورځې ویزه ورکړل شوي او هغوی ته به د بلجیم له خاورې د وتلو اجازه ورنه کړي.

له بلې خوا، اروپايي کمېسیون وايي چې د اروپايي ټولنې د چارواکو او طالبانو ترمنځ خبرې به افغانستان ته د مجرمو پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو پر څرنګوالي وي.

بروکسل ته د طالبانو د استازو سفر او د اروپايي ټولنې له چارواکو سره یې لیدنې له پراخو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شوې دي.