افغانستان

بادغیس کې یوې ترافیکي پيښه کې ۱ تن مړ او ۹ نور ټپیان شوي

انځور ارشیف څخه

د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د یو مسافر وړونکي فلانکوچ ډوله موټر د چپه کېدو له امله لږ تر لږه یو کس مړ شوی او ۹ نور سخت ټپیان شوي دي.

بادغیس ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند صدیق الله صدیقي رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه نن سهار د یادې ولسوالۍ د «لنګر شریف» په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو فلانکوچ موټر له سړکه منحرف او چپه شو.

د امنیتي چارواکو په وینا، د پېښې له رامنځته کېدو سمدستي وروسته ځايي امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او ټول ټپیان یې نږدې روغتیایي مرکزونو ته لېږدولي دي، چې دا مهال تر جدي درملنې لاندې دي.

په افغانستان کې ډېری وخت داسې خونړۍ ترافیکي پېښې د سړکونو د خرابوالي، د چلوونکو د بې‌احتیاطۍ او د موټر د ډېر سرعت له امله رامنځته کېږي، چې تل له مسافرینو قرباني اخلي.