د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام( ډبلیو ایف پي) په خپل نوي اونیز راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې ورځمزد او نالوستي کارګران په اوسط ډول په اونۍ کې د دوو ورځو څخه لږ (شاوخوا ۱.۹ ورځې) کار پیدا کوي، چې دا وضعیت په هېواد کې د روانو سختو اقتصادي ستونزو او د بېکارۍ اوج ښیي.
د دغه راپور له مخې، د کارګرانو د کاري فرصتونو دغه کچه د تېر کال او د تېرو درېیو کلونو د اوسط په پرتله ۱۶ سلنه کمښت ښيي.
همدا ډول په هېواد کې د یو تن نالوستي کارګر ورځنۍ مزدوري په اوسط ډول ۳۰۹ افغانۍ ښودل شوې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي، سره له دې چې په بازارونو کې توکي شته او د بیو نسبي ثبات شتون لري، خو د میلیونونو داسې کورنیو لپاره چې اقتصاد یې په ورځني کار پورې تړلی، تر ټولو لویه ستونزه د خوراکي توکو نشتوالی نه، بلکې د هغو د اخیستلو د مالي توان (پیسو) نشتوالی دی.
پهدې راپور کې راغلي چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت (۶۴.۳ افغانۍ) ثابت پاتې شوی، خو بیا هم د تېر کال د جون میاشتې په پرتله د لومړنیو توکو بیې لوړې دي؛ د بېلګې په توګه د لومړۍ درجه وریژو بیه ۳۱ سلنه، د دویمه درجه وریژو بیه ۳۳ سلنه، د غنمو بیه ۱۲ سلنه او د بورې بیه ۱۷ سلنه لوړه شوې ده.
همدارنګه په کرنیزه برخه کې د کیمیاوي سرو (تورې او سپینې سرې) بیې له ۱۹ تر ۵۷ سلنې پورې لوړې شوې دي، چې دا چاره به په راتلونکي کې د کرنیزو محصولاتو لګښتونه نور هم زیات کړي.
د خوړو د نړیوال پروګرام د معیاري خوراکي سټ د بیې لوړېدل پهدې مانا دي چې دمګړۍ په افغانستان کې له ۲۱ میلیونو څخه زیات وګړي بشري مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.
