امنیت

جلال‌اباد ښار کې له څلورو کسانو څخه ۷ زره ټابلیټ‌کا ګولۍ نیول شوې

د ننګرهار ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار کې د طالبانو د لومړۍ امنیتي حوزې د پولیسو لخوا په دوو جلا موټرو کې له څلورو تنو قاچاق وړونکو څخه اووه زره (۷۰۰۰) ټابلیټ‌کا ګولۍ نیول شوې دي.

ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد رسنیو ته وویل، نیول شویو کسانو غوښتل چې دغه زیات شمېر نشه‌يي ګولۍ د جلال‌اباد ښار په بېلابېلو برخو او ځوانانو باندې وپلوري.

د امنیه قوماندانۍ د ویاند په وینا، دغو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او د دوسیې تر بشپړېدو وروسته به سمدستي اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده چې ټابلیټ‌کا یو ډول خطرناک کیمیاوي او نشه‌يي توکی دی چې په وروستیو کلونو کې یې په لویو ښارونو کې د ځوانانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی او امنیتي ارګانونه یې د مخنیوي هڅې کوي.