د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه ویډیوګانې

د طالبانو د بیا واکمنۍ پنځم کال، د اروپا پارلمان له غړې هانا نیومن سره مرکه

په دې مرکه کې، د اروپا د پارلمان غړې او په اروپا کې د افغانستان د بشري حقونو ملاتړه هانا نیومن، له لطف‌الله نجفي‌زاده سره په خبرو کې بروکسل ته د طالب استازو د بلنې د طرحې او د ګډوالو د ایستلو په اړه مخالفت کوي.

اغلې نیومن باور لري، که له طالبانو سره خبرې اترې رښتیا هم تخنیکي بڼه ولري، نو باید په کابل کې ترسره شي، نه د اروپا په پلازمېنه بروکسل کې.