د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فرانسې په ایویان ښار کې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو (جي-۷) په سرمشریزه کې پر خپل جنګي متحد اسراییل او د هغه پر لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو بېسارې او سختې نیوکې کړې دي.
ټرمپ خبریالانو ته په ښکاره او تندو ټکو کې وویل، هغه د دې جګړې په اوږدو کې د اسرائیلو له یو اړخیز چلند او پوځي اقداماتو څخه بېخي خوښ ندی او پهدې اړه یې سخت خپګان ښودلی دی.
د امریکا ولسمشر د واشنګټن د مالي او پوځي ملاتړ په یادولو سره وویل، د امریکا او پخپله د ده له پرېکنده ملاتړ پرته به نن د اسراییل په نوم کوم هېواد شتون نه درلود؛ ځکه په وینا یې بل هیڅ یو امریکایي ولسمشر د ده په څېر د اسراییل لپاره قربانۍ ته نه و چمتو شوی.
دا سخت درز وروسته له هغې راپورته کېږي چې اسراییل د امریکا او ایران ترمنځ د ۶۰ ورځني نوي اوربند له خبرو لیرې ساتل شوی و او نتانیاهو په توند غبرګون کې ویلي وو چې هېواد یې د دې هوکړې منلو او له سویلې لېبنان څخه وتلو ته ژمن ندی.
بل لور ته، د جي-۷ مشرانو د ټرمپ او ایران د نوې معاملې ملاتړ کړی، خو په لېبنان کې یې د اسراییلي ځواکونو او حزبالله ترمنځ د سمدستي اوربند غوښتنه کړې؛ هغه څه چې د ټرمپ او نتانیاهو ترمنځ یې سیاسي او ډیپلوماټیک روابط د شاتګ له جدي خطر سره مخ کړي دي.
