افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: انفلاسیون او د لارو بندښت د افغانستان اقتصاد سخت ځپلی

انخور – ارشیف څخه

د خوړو نړیوال پروګرام په خپل نوي راپور کې ویلي چې د افغانۍ د ارزښت له نسبي ثبات او د ځینو خوراکي توکو د بیو له محدود کمښت سره سره، د افغانستان اقتصاد لا هم د انفلاسیون (پړسوب) د زیاتوالي، د سوداګریزو لارو د بندښت او د کاري فرصتونو د کمښت له امله تر سخت فشار لاندې دی.

د دغه بنسټ د ارزونو له مخې، په هېواد کې د کال د پړسوب کچه په اپریل میاشت کې ۸.۶ سلنې ته ورسېده؛ په داسې حال کې چې تر دې یوه میاشت وړاندې دا کچه ۷.۶ سلنه وه.

په ورته وخت کې د خوراکي توکو انفلاسیون ۸.۵ سلنه او د غیرخوراکي توکو او خدماتو پړسوب ۸.۸ سلنه ښودل شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې د غلو دانو، خوراکي غوړیو، ترکارۍ، د کورونو د کرایو، ټرانسپورټي او روغتیايي خدماتو د بیو لوړېدل د انفلاسیون د دغې نوې څپې اصلي لاملونه دي.

په‌دې راپور کې راغلي چې افغانستان لا هم په پراخه کچه په وارداتو تکیه لري او د سیمه‌ییزو ناامنیو، د اسعارو د نرخونو د نوسان او د پولو د اخوا سوداګریزو ستونزو په څېر د بهرنیو ټکانونو پر وړاندې خورا زیان‌پذیر دی.

د رپوټ له مخې، په منځني ختیځ کې روانو شخړو او د سیمې د سوداګریزو لارو بدلون د توکو د رالېږلو لګښتونه زیات کړي او په پای کې د وارداتي توکو بیې لوړې شوې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي چې له پاکستان سره د لارو تړل کېدو او په ایران کې د جګړو له امله رامنځته شویو ګډوډیو افغان سوداګر اړ کړي چې په منځنۍ اسیا او لوېدیځو سوداګریزو دهلېزونو کې پر بدیلو لارو تکیه وکړي؛ هغه چاره چې د توکو د لېږد وخت یې اوږد او د ټرانسپورټ لګښتونه یې خورا زیات کړي دي.

په‌دې راپور کې د افغانۍ د ثبات په اړه راغلي چې په مې میاشت کې د افغانۍ ارزښت نسبي ثبات درلود او په اوسط ډول یو امریکایي ډالر پر ۶۳.۹ افغانیو تبادله شوی دی.

دا بنسټ د افغانۍ د ثبات لامل د بهرنیو حوالو دوام، په کورنیو معاملو کې د افغانۍ زیات کارول او پر بدیلو سیمه‌ییزو لارو د سوداګرۍ غځول بولي.

راپور ښيي چې د خوراکي توکو بیو یو شان تګلاره نه‌درلوده؛ د غنمو، اوړو، خوراکي غوړیو او دالونو په اوسطو بیو کې د فصل د نوي کېدو او د اسعارو د ثبات له امله کمښت راغلی، خو د بورې بیه په بې‌ساري ډول لوړه شوې او د پخوانیو ټرانسپورټي ستونزو له امله د ځینو نورو وارداتي توکو بیې لا هم هسکې پاتې دي.

په خوراکي توکو کې وریژې لا هم د تر ټولو ګرانو توکو په لړ کې راځي. د وارداتي «پلاوي» وریجو بیه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۰ سلنه او د “شولې” وریژو بیه ۲۸ سلنه لوړه شوې ده.

راپور د کار د بازار د دوامدار ضعیفوالي خبر هم ورکوي. غیرمسلکي کارګرو په مې میاشت کې په اوسط ډول په اونۍ کې یوازې ۱.۹ ورځې کار ته لاسرسی درلود، که څه هم دا ارقام د تېرې میاشتې په پرتله لږ ښه شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وایي له ایران او پاکستان څخه د کډوالو د بېرته راګرځېدو له امله په بازار کې د کار د ترلاسه کولو سیالي خورا سخته شوې او د کاري فرصتونو د محدودیت ترڅنګ یې د کورنیو پر عوایدو سخت فشار راوړی دی.

د دغو ستونزو په پایله کې د کورنیو د پېرلو ځواک خورا راغورځېدلی دی.

د راپور پر بنسټ، یو ورځمزدی کارګر په خپل پوره عاید سره یوازې د دغه بنسټ د سټنډرډ خوراکي توکو د کڅوړې ۴۷ سلنه برخه پېرلی شي، چې دا د خلکو د عاید او لومړنیو اړتیاوو ترمنځ لوی واټن ښيي.

په پای کې د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې په مې میاشت کې د بازار د ځینو شاخصونو له نسبي ښه کېدو سره سره، په وارداتو د افغانستان شدیدې تکیې او سیمه‌ییزو بې‌ثباتیو عامې کورنۍ د بیو د نور لوړېدو او د سختو اقتصادي فشارونو له ګواښ سره مخ کړې دي.