سیاست

ټرمپ ښايي د جمعې له ورځې وړاندې د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې متن خپور کړي

انځور- ارشیف څخه

د امریکا د ولسمشر مرستیال وايي، دغه تړون د دواړو هېوادونو د مشرانو لخوا په برښنايي توګه لاسلیک شوی او راتلونکې جمعه به یې یوازې د حضور په بڼه د لاسلیک مراسم ترسره شي.

د رویټرز خبري اژانس د نوي راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس د دوشنبې په ورځ “فاکس نیوز” ټلوېزیون ته ویلي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښايي پرېکړه وکړي چې له تهران سره د واشنګټن د نوې هوکړې بشپړ متن د جمعې له ورځې وړاندې عامه کړي.

ښاغلي ونس زیاته کړې، دا هوکړه لا د وړاندې څخه د امریکا او ایران د مشرانو لخوا په ډیجیټلي او برښنايي (Electronically) توګه لاسلیک شوې ده؛ خو تمه کېږي چې د راتلونکې جمعې په ورځ به په سویس کې د دواړو لوریو د استازو لخوا په حضوري او رسمي ډول لاسلیک شي.