اوکرایني چارواکو اعلان کړی چې نن د دوشنبې په ورځ د هېواد پر بېلابېلو برخو د روسیې په تر ټولو درنو توغندیزو او ډرون بریدونو کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او د کیېف د عیسویانو تاریخي او کلتوري کلیسا «لاورا» په نښه او اور پکې لګېدلی دی.
د کیېف د پوځي ادارې مشر، تیمور تکاچینکو ویلي چې په دغه برید کې د کیېف د «پیچرسک لاورا» (Kyiv Pechersk Lavra) تاریخي کلیسا ته چې د یونیسکو نړیوال میراث دی او په ۱۰۵۱ میلادي کال کې جوړه شوې، سخت زیان اوښتی او چت ته یې اور اخیستی دی.
د اوکراین د ارتوډوکس کلیسا مشر، میټروپولیټین ایپیفاني دا برید پر تاریخ او عیسویت د کرملین «جنایت» بللی دی.
په پلازمېنه کیېف کې د روسیې د بالیستیک توغندیو او شاهد ډرون الوتکو د لګېدو له امله ګڼې استوګنیزې ودانۍ ویجاړې شوي، ۲۰ تنه ملکي وګړي ټپیان دي او نږدې ۱۴۰ زره کورنۍ د برښنا له نشتوالي سره مخ دي.
بل لور ته د اوکراین په دویم لوی ښار«خارکیف» کې د روسیې په دویم پرله پسې برید کې ۵ تنه د ژغورنې کارکوونکي وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
دا خونړي بریدونه پهداسې حال کې کېږي چې یوازې څو ساعته وړاندې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په جلا جلا توګه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ۴ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره اوږدې ټیلیفوني خبرې کړې وې.
ټرمپ د فرانسې د جي-۷ سرمشریزې په درشل کې پوتین او زلنسکي ته ویلي و چې د جګړې سمدستي ختمول د نړۍ د ثبات لپاره حیاتي دي.
هممهاله، د اوکرایني بېپیلوټه الوتکو په ځوابي بریدونو کې د روسیې د «تولا» په صنعتي ښار کې د یوه یو کلن ماشوم په ګډون ۳ روسان وژل شوي او د اوکراین د هوايي ګواښونو له امله ګاونډي هېواد او د ناټو غړي پولنډ د څو ساعتونو لپاره خپلې جنګي جېټ الوتکې چمتو حالت ته را وستې وې.
