د بې پولې ډاکټرانو نړیوال روغتیايي بنسټ په وینا، د امر بالمعروف محتسبینو د هغوی کارکوونکې له خاوند سره یو ځای د دوو ورځو لپاره بندي کړې وه.
دغه نړیوال سازمان (MSF) په افغانستان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د استازو لخوا د خپلې یوې ښځینه کارکوونکې پر نیولو او بندي کولو سخت غبرګون ښودلی او دا کار یې غندلی دی.
د یاد بنسټ په رسمي اعلامیه کې راغلي، د جون په ۶مه نېټه د دوی یوه ښځینه کارکوونکې پهداسې حال کې چې له خپل خاوند سره یو ځای د هرات حوزوي روغتون د ماشومانو څانګې ته په لاره وه، د طالبانو د محتسبینو لخوا ودرول شوه.
پر دغې روغتیايي کارکوونکې تور پورې شوی و چې د طالبانو لخوا د ښځو لپاره ټاکل شوی د حجاب طرز یا لباس یې نه و مراعات کړی، چې له امله یې نوموړې د دوو ورځو لپاره بندي شوه او د جون په ۸مه نېټه له کورنۍ څخه د لیکلي ضمانت له اخیستلو وروسته خوشې شوه.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان پهخپل بیان کې ټینګار کړی، چې دا پېښه یوازېنۍ نده؛ بلکې افغان ښځې او نجونې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له سختو محدودیتونو سره مخ دي چې دې چارې په ټول هېواد کې روغتیایي خدماتو ته د ښځو لاسرسی له جدي خطر سره مخ کړی دی.
یاد سازمان زیاته کړې، دوی د هغو راپورونو په تړاو پوره خبر دي چې ښيي تېره اوونۍ په هرات کې ګڼ شمېر مېرمنې د امر بالمعروف لخوا نیول شوې دي او د جون په ۹مه د ښځو لخوا د دغو بندیزونو پر وړاندې شوی لاریون د طالبانو لخوا د ډزو، ډنډو او قمچینو په زور په تاوتریخوالي سره وځپل شو.
دې بنسټ روښانه کړې، چې ښځینه کارکوونکې په افغانستان کې د دوي د روغتیایي فعالیتونو اصلي ستنه ده؛ ځکه پهدې هېواد کې د MSF د ټولو نرسانو ۴۵ سلنه او د زیږنتونونو په پروژو کې له نیمايي څخه زیات کارکوونکي ښځې دي چې د ناروغانو د درملنې لپاره حیاتي رول لري.
بې پولې ډاکټران وايي، د اجباري برقعې او محرم لګول شوي شرايط د دې لامل شوي چې ښځینه ډاکټرانې او نرسانې ونهشي کولای په ډاډه زړه خدمات وړاندې کړي، چې زیان یې په مستقیم ډول افغان میندې او ماشومانو ته رسېږي.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) دمګړۍ د افغانستان په اوو ولایتونو کې اووه لویې روغتیايي پروژې پرمخ وړي، چې د میندو، ماشومانو، جراحي عاجلو پېښو او د نري رنځ (ټوبرکلوز) د ناروغانو په درملنه کې فعالیت کوي.
طالبانو تر دې مهاله د بې پولې ډاکټرانو د کارمندې د نیولو په اړه څه نه دي ویلي
له بلې خوا د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) تایید کړې چې د جون د ۹مې په لاریون کې د ډزو له امله یو ۱۱ کلن ماشوم وژل شوی او څو تنه نور ټپیان دي؛ دغه بنسټ د یوه بل کس د وژل کېدو راپورونه هم تر څېړنې لاندې نیولي دي.
یوناما همدا راز زیاته کړې چې د جون په ۶مه او ۷مه نېټه لږ تر لږه ۳۰ مېرمنې د طالبانو د امر بالمعروف د محتسبینو لخوا د حجاب د طرز د نه مراعاتولو په تور نیول شوې وې، چې وروسته بېرته خوشې شوې.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو، د حقوق بشر څار سازمان او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د اعتراض کونکو پر وړاندې د ځواک کارول غندلي او د پېښې د خپلواکو څېړنو ترڅنګ یې له طالبانو غوښتي چې د سوله ییزو غونډو او بیان ازادۍ ته درناوی وکړي.
دا پهداسې حال کې ده چې طالب چارواکو تر اوسه په دغو اعتراضونو کې د کسانو وژل کېدل په رسمي ډول ندي تایید کړي او د ښځو د پراخو نیونو راپورونه یې هم رد کړي دي.
