د نن لپاره په هرات کې پلان شوي اعتراضونه د طالبانو د درنو پوځي تدابیرو له امله ترسره نه شول.
سرچینې آمو ته وایي، طالب ځواکونو د ښار په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه په جبرئیل سیمه کې، د تلاشي پوستې جوړې کړې وې او له همدې امله خلکو سړکونو ته له وتلو ډډه وکړه.
د سرچینو په وینا، طالبانو د هرات په ځینو برخو کې د پراخ پوځي حضور ترڅنګ، د خلکو د ګرځنده ټیلیفونونو پلټنه هم کوله.
له دې سره، ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې، د بشري حقونو څار سازمان، د ملګرو ملتونو کارپوهانو او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو په هرات کې د ښځو د نیولو او د اعتراضونو د ځپلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
