د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په هرات ښار کې د اعتراضونو د تکرارېدو د احتمال له امله، پر طالبانو او لاریونوالو غږ کړی چې له احتیاطه کار واخلي.
په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ، په هرات ښار کې د ممکنه لاریونونو تر پیل کېدو وړاندې له ټولو لورو غوښتي چې له زغمه کار واخلي.
ښاغلي بېنټ د جمعې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه ولیکل، که چېرې نن په هرات کې پلان شوی اعتراض ترسره کېږي، نو دی له ټولو غواړي چې په ډېر احتیاط او خویشتندارۍ سره عمل وکړي.
نوموړي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کارپوهانو ګډې اعلامیې ته په اشارې سره ټینګار کړی، چې د قانون د پلي کونکو ځواکونو اقدامات باید له نړیوالو قوانینو، اړتیا، تناسب او د عدم تبعیض له اصولو سره سم وي.
دا څرګندونې پهداسې حال کې کېږي چې د هرات اوسېدونکي په ښار او په ځانګړي ډول د «جبرئیل» په سیمه کې د طالب ځواکونو د سخت امنیتي شتون خبر ورکوي؛ دا هغه سیمه ده چې د اوونۍ په پیل کې د لسګونو ښځو د نیول کېدو په غبرګون کې د اعتراضونو شاهده وه.
بل لور ته، یو شمېر هراتیانو ویلي چې د جمعې له لمانځه وروسته د یو بل لاریون د جوړولو په اړه خبرې روانې دي، خو خلک اندېښمن دي چې د طالبانو سخت امنیتي تدابیر به د دغې غونډې مخه ونیسي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) تایید کړې چې د جون د ۹مې په لاریون کې د ډزو له امله یو ۱۱ کلن ماشوم وژل شوی او څو تنه نور ټپیان دي؛ دغه بنسټ د یوه بل کس د وژل کېدو راپورونه هم تر څېړنې لاندې نیولي دي.
یوناما همدا راز زیاته کړې چې د جون په ۶مه او ۷مه نېټه لږ تر لږه ۳۰ مېرمنې د طالبانو د امر بالمعروف د محتسبینو لخوا د حجاب د طرز د نه مراعاتولو په تور نیول شوې وې، چې وروسته بېرته خوشې شوې.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو، د حقوق بشر څار سازمان او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د اعتراض کونکو پر وړاندې د ځواک کارول غندلي او د پېښې د خپلواکو څېړنو ترڅنګ یې له طالبانو غوښتي چې د سوله ییزو غونډو او بیان ازادۍ ته درناوی وکړي.
دا پهداسې حال کې ده چې طالب چارواکو تر اوسه په دغو اعتراضونو کې د کسانو وژل کېدل په رسمي ډول ندي تایید کړي او د ښځو د پراخو نیونو راپورونه یې هم رد کړي دي.
