د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې واشنګټن له ایران سره د درې میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره یو ستر تفاهم ته رسېدلی او ښایي د همدې اوونۍ په پای کې په اروپا کې د سولې تړون لاسلیک شي، چې له مخې به یې د هورموز ستراتیژیک تنګی بېرته پرانیستل شي.
ټرمپ وایي دا هوکړه د سعودي، قطر، اماراتو او اسراییلو لخوا تایید شوې، خو د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو دفتر ویلي چې دوی د دغه تفاهم لیک برخه ندي.
د تېلو د بیو د لوړوالي له امله د امریکايي رایې ورکونکو د قهر کمول د ټرمپ د دې پرېکړې یو اصلي لامل دی.
بل لور ته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې د متن پر لویه برخه موافقه شوې، خو ایران به په خپلو سرو کرښو معامله ونکړي او وروستۍ پرېکړه لا نده شوې.
دا ډیپلوماټیک پرمختګ پهداسې حال کې کېږي چې په وروستیو ورځو کې د امریکا د یوې اپاچي چورلکې له غورځېدو وروسته نښتې سختې شوې وې او ایران په کویټ، بحرین او اردن کې د امریکا پر اډو توغندیز بریدونه کړي وو.
ایران د بندیزونو لیرې کول او د خپلو کنګل شویو پيسو خلاصول غواړي او ټرمپ ټینګار کوي چې ایران باید اتومي وسلو ته لاسرسی ونلري.
