امنیت ښځې

اروپايي ټولنه: طالبان باید د بشري حقونو ژمنو او د سوله ییزو اعتراضونو حق ته درناوی وکړي

انور العنونی، د اروپايي ټولنې ویاند

د اروپايي ټولنې د کمیسیون ویاند، انور العنوني په هرات کې هغه څه چې «د ځواک څخه زیاته ګټه اخیستنه» او «د حجاب د لارښوونو د نقض په پلمه د ښځو خپل‌سرې نیونې» بلل شوي، غندلي دي.

هغه ویلي چې طالبان باید د بشري حقونو نړیوالو ژمنو، په ځانګړې توګه د سوله ییزو اعتراضونو حق ته درناوی وکړي.

ښاغلي العنوني نن پنجشنبه په ایکس پاڼه کې ټینګار کړی چې اروپايي ټولنه د افغان ښځو ترڅنګ ولاړه ده او په هرات کې وروستي اقدامات د اندېښنې وړ بولي.

دا په داسې حال کې ده چې په هرات کې محلي سرچینو امو ته ویلي، د طالبانو والي د ګذر له وکیلانو او قومي مشرانو سره په یوه ناسته کې له هغوی غوښتي ترڅو د جمعې ورځې د احتمالي غونډو او لاریونونو د مخنیوي لپاره له طالبانو سره همکاري وکړي.

د دغو سرچینو په وینا، دا ناسته تېره ورځ د هرات د والي په دفتر کې شوې او له محلي مشرانو غوښتل شوي چې د احتمالي غونډو د پلانولو په صورت کې موضوع سمدستي اړوندو ارګانونو ته راپور کړي.

دې سره جوخت، محلي سرچینې وایي چې طالبانو د ښار په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د جبرئیل په سیمه کې امنیتي پوستې (تلاشۍ) جوړې کړې دي او د خلکو تګ راتګ تر کلک څار لاندې لري.

د دغو سرچینو په وینا، په ځینو مواردو کې د ښاریانو ګرځنده ټلیفونونه (موبایلونه) هم چک او کنټرول کېږي.

په هرات کې د ښځو او نجونو تر نیول کېدو او له اعتراض کوونکو سره د تند چلند د راپورونو له خپرېدو وروسته، یوناما هم د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې د وروستیو پېښو پر مهال یو تنکي ځوان د ډزو له امله ساه ورکړې او څو نور ټپیان شوي دي.

یاد بنسټ دغه راز ویلي چې د یوه بل کس د وژل کېدو په اړه د ورکړل شویو راپورونو په څېړلو هم بوخت دی.