د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر په بېلابېلو سیمو کې اعتصاب او احتجاجونه روان وو. لاریون کوونکو د پاکستان د حکومت او د پوځ د مشر عاصم منیر پر ضد شعارونه ورکول.
د روانو مظاهرو له امله امنیتي تدابیر سخت شوي او اضافي امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي. په وروستیو نښتو کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او له ۵۰ څخه زیات نور ټپیان شوي دي.
د اعتصاب غوښتنه د جمو او کشمیر جواینټ عوامي کمېټۍ سیاسي تنظیم کړې، چې د حکومت له لخوا پرې بندیز لګول شوی او ۳۱ غړي یې هم نیول شوي.
په مظفراباد، باغ، میرپور، راولاکوټ او کوټلي کې بازارونه، بانکونه، ټرانسپورټ او پټرول پمپونه تړل شوي وو. احتجاج کوونکي په ځايي اسمبلۍ کې د ځانګړو ۱۲ څوکیو د ختمولو د پرېکړې مخالفت کوي او وایي چې د خپلو حقونو تر منل کېدو پورې به احتجاج ته دوام ورکړي.
