امنیت

له اسټرالیا راغلی افغان ځوان په غزني کې ووژل شو

انځور- محمد علی عطایي، له استرلیا څخه راغلی افغان ځوان چې غزني کې ووژل شو

له غزني څخه ځانګړو محلي سرچینو امو ته ویلي، د محمد علي عطایي په نوم د هېواد یو وګړی چې د اسټرالیا تابعیت یې هم درلود، افغانستان ته له سفر وروسته د دغه ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

د سرچینو په وینا، هغه دوه ورځې وړاندې له هغې وروسته ووژل شو چې د «افغانستان امن دی» په تړاو لید لوري له مخې، له څو کلونو وروسته د جاغوري ولسوالۍ د «بابه» کلي ته خپل زیږنځای ته تللی و.

دا افغان-اسټرالیایي وګړی د ناپېژاندو وسله‌والو کسانو لخوا په ډزو ویشتل شوی او تر اوسه یې د وژنې علت ندی روښانه شوی.

طالبانو هم تر دې مهاله د عطایي د وژل کېدو په اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د ناپېژاندو وسله‌والو لخوا د مرموزو قتلونو او ویشتلو پېښې زیاتې شوي او د هېواد وګړي یې اندېښمن کړي دي.

له دې وړاندې د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت د تېر کال د غبرګولي په میاشت کې په یوې توصیې سره پر خپلو وګړو ټینګار کړی و چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي.

یاد وزارت د خپل سفري مشورتي لارښود په نوي کولو کې د افغانستان امنیتي وضعیت «خورا خطرناک» بللی و او د کابل په ګډون په ټول هېواد کې یې د «ترور او سړي تښتونې» د جدي ګواښونو پر شتون ټینګار کړی و.

په دغه توصیه ‌پاڼه کې راغلي وو چې د افغانستان هیڅ یوه نقطه د بریدونو له خطر څخه خوندي نده او افراد، په ځانګړي ډول بهرنیان ممکن په هر ځای کې تر برید لاندې راشي.

د دغه خبرداري له مخې، بازارونه، رسټورانټونه، هوټلونه، روغتیایي مرکزونه او بشري عملیات له هغو ځایونو څخه دي چې د یاد وزارت په وینا ممکن هدف وګرځول شي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې وه: «که زموږ د توصیې برعکس افغانستان ته سفر وکړئ، خورا لوړ خطر شتون لري چې د تروریستي برید یا سړي تښتونې هدف وګرځئ. په افغانستان کې ستاسو د امنیت لپاره هیڅ تضمین نشته.»

د دغه لارښود پر بنسټ، بهرنیان په ځانګړي ډول د غیر دولتي موسسو کارکوونکي، روغتیایي پرسونل او بشري مرستندویان د تښتول کېدو له خطر سره مخ دي.

همدا راز، بهرني وګړي د «طالبانو لخوا د خپل‌سري توقیف او نیول کېدو» له خطر سره هم مخامخ دي.