د امریکا متحده ایالاتو تېره شپه یو ځل بیا پر ایران نوي هوایي بریدونه کړي دي. د امریکا مرکزي قومندانۍ (سینټکام) اعلان کړی چې په دغو بریدونو کې یې په ایران کې د څارنې پوځي مرکزونه، د مخابراتو سیسټمونه او د هوایي مدافعې مرکزونه په نښه کړي دي.
د ایران په سیریک، بندرعباس، میناب او کرج ښارونو کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فاکس نیوز خبریال ته په خورا توندو ټکو کې ویلي، که د ایران مشران سمدستي د سولې هوکړه لاسلیک نکړي، نو د هغوی پوځي مرکزونه به په بشپړ ډول بمبار او تبا کړي.
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیټ هم وویل: «که موږ مجبور شو چې په بمونو مذاکرات وکړو، نو په بمونو به یې وکړو.»
بلخوا ایران د امریکا دا بریدونه جنګي جنایت بللی او ادعا یې کړې چې امریکايي الوتکو د لسو کلیو د څښاک د اوبو زېرمې هم ویشتلي دي.
د امریکا د نوې بمبارۍ په غبرګون کې، د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې په کویټ او بحرین کې یې د امریکا پر ۱۸ پوځي اهدافو او هوایي اډو توغندیز او ډرون بریدونه کړي دي، چې له امله یې په بحرین کې د خطر زنګونه هم غږول شوي دي.
د ایران نظامي قومندانۍ خبرداری ورکړی چې هره هغه کښتۍ به وباسي چې د هورموز له تنګي څخه د تېرېدو هڅه کوي.
ایراني رسنیو پر دوو کښتیو د ډزو راپور هم ورکړی دی.
په ورته وخت کې، ډونالډ ټرمپ څرګنده کړې چې د امریکا د یوه پټ پوځي ماموریت په ترڅ کې د ایران له اجازې پرته د ۱۰۰ میلیونه بیرله تېلو لېږدونکې کښتۍ له دغه تنګي څخه په امن کې تېرې شوې دي.
د دغو تازه نښتو له امله د نړیوالو تېلو بیې ۳ ډالره نورې هم لوړې شوې دي. بلخوا، د دغه کړکېچ د هواري لپاره د قطر یو منځګړی پلاوی هم تهران ته رسېدلی دی.
