لویدیځه اسیا

اسرائیلو پر ايران نوي بریدونه وکړل

انځور- په ټولنیزو شبکو کې خپور شوی د ایران نوی برید

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د دوشنبې په ورځ یې د ایران په لوېدیځو او مرکزي سیمو کې یو شمېر پوځي اډې په نښه کړې دي.

دا بریدونه داسې مهال کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونل ټرمپ د اسرائیلو لومړي وزیر بینجمن نتانیاهو ته په کلکه ویلي وو چې له نورو بریدونو ډډه وکړي ترڅو له تهران سره د سولې خبرې اترې خرابې نشي.

تر برید څو ساعته وړاندې، ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی و چې د اسرائیلو او ایران نوي بریدونه به له تهران سره د ده د ادارې پر مذاکراتو اغېز ونکړي.

ټرمپ د «فینانشل ټایمز» ورځپاڼې ته ویلي: «دا بریدونه به پر معاملې هیڅ اغېز ونلري، ځکه پرېکړې زه کوم، نتانیاهو پرېکړه کونکی نه دی.»

خو د دغې غوښتنې برعکس، د اسرائیلو پوځ پر ایران بریدونه وکړل او د ایران سپاه پاسداران هم تایید کړه چې اسرائیلو د هوا څخه د توغول کېدونکو بالیستیک توغندیو په واسطه د دوی اډې ویشتلې دي.

د اسرائیلو له دغو بریدونو وړاندې، ایران هم د اسرائیلو پر هدفونو ګڼ شمېر توغندي وتوغل چې له امله یې په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې ۳ سلنه لوړې شوې او د برنټ تېلو بیه په هره بېلره کې له ۹۶ ډالرو واوښته.

د ایران سپاه پاسداران وایي چې دوی په ناصره ښار کې د اسراییل د «رامات ډیویډ» هوایي اډه ویشتلې ده، خو اسراییل وایي چې دغه توغندي یې په هوا کې شنډ کړي دي.

بل لور ته، اسرائیلو تېره ورځ د لبنان په پلازمېنه بیروت هم سخت بریدونه وکړل.

د ایران د سولې د خبرو مشر او د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف ویلي چې د امریکا اډې او د اسرائیلو تاسیسات د دوی لپاره مشروع هدفونه دي، ځکه هغوی د لبنان په تړاو شوې هوکړې تر پښو لاندې کړې دي.

ایران د سولې لپاره شرط ایښی چې امریکا او نړیوال بندیزونه دې پورته شي، د هرمز تنګي کنټرول دې ورته تسلیم او کنګل شوې پیسې دې ورخوشې شي.