په ملګرو ملتونو کې د کاناډا دایمي استازولۍ اعلان کړی، چې په نیویارک کې د دغه سازمان په مرکزي دفتر کې یې د افغانستان د سیاسي او بشري حقونو د وضعیت په اړه یوه ځانګړې ناسته جوړه کړې ده.
د کاناډا د دایمي استازولۍ په اعلامیه کې راغلي چې په دې ناسته کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) او د سره صليب د نړیوالې کمېټې استازو ګډون کړی و.
که څه هم د دې ناستې په اړه ډېر جزئیات ندي په ډاګه شوي، خو کاناډايي استازولۍ ویلي چې په کې د افغانستان «سیاسي، اقتصادي، بشري او د بشري حقونو وضعیت» ارزول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د کاناډا دایمي استازولۍ د تېر کال په لړم (عقرب) میاشت کې هم د یو شمېر افغان فعالانو او وګړو په ګډون یوه ناسته جوړه کړې وه او د افغانستان وضعیت ته یې د دوامداره پاملرنې غوښتنه کړې وه.
په هغه تېره ناسته کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم شتون درلود.
کاناډا په دغه ناسته کې ټینګار کړی و چې د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره په کلکه ولاړه ده.
