په بغلان کې د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست وایي چې په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۵۰ د استوګنې کورونه په بشپړ یا جزئي ډول ویجاړ شوي دي.
د یادې ادارې رییس، هدایتالله همدرد د معلوماتو له مخې، په دغو سېلابونو کې د کورونو د نړېدو ترڅنګ سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې او کروندګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د چارواکو په وینا، له دغو کورونو څخه ۳۰ د استوګنې کورونه د دوشي ولسوالۍ په «کیلهګي» سیمه کې او ۲۰ نور کورونه د ډنډ غوري ولسوالۍ په «خواجه الوان» کلي کې تخریب شوي دي.
د روان لمریز کال له پیل راهیسې د هېواد ډېری ولایتونه د سختو بارانونو او مرګونو سېلابونو شاهدان دي چې له امله یې لسګونه هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د رارسېدلو راپورونو له مخې، سږنیو سېلابونو په ننګرهار، بغلان، کاپيسا، پنجشېر، کابل او میدان وردګ ولایتونو کې تر ټولو زیات ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی چې د اقلیمي بدلونونو او چاپیریالي ناورینونو پر وړاندې خورا زیانمن دی.
د مرستندویه سازمانونو د راپورونو له مخې، د وروستیو سېلابونو راوتلو ګڼې سیمې ځپلې او په هېواد کې یې شته «بشري بحران» لا پسې وخیم او ستونزمن کړی دی، ځکه سیمهییز خلک د بیارغونې او د پېښو پر وړاندې د ځان ساتنې لپاره لازم امکانات په لاس کې نلري.
