ورزش

فاروقي د انګلستان له «وېټالیټي بلاسټ» سیالیو څخه ملي لوبډلې ته وغوښتل شو

انځور- د کریکیټ بورډ څخه

د ګلامورګن کرکټ کلب وایي چې د افغانستان د کرکټ بورډ په غوښتنه، د افغانستان تېز توپ‌اچوونکی فضل‌الحق فاروقي د انګلستان له « وېټالیټي بلاسټ» سیالیو څخه بېرته غوښتل شوی او په‌دې سیالیو کې د هغه ګډون پای ته رسېدلی دی.

یاد کلب د پنجشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې وویل چې فاروقي د خپلو ملي مسوولیتونو د ترسره کولو لپاره کابل ته ستنېږي او له یوازې دوو لوبو ترسره کولو وروسته به ګلامورګن پرېږدي.

ګلامورګن په دغه بیانیه کې زیاته کړې: «د ګلامورګن کرکټ کلب د افغانستان کرکټ بورډ پرېکړې ته درناوی لري او فضل‌الحق فاروقي ته د هغه د ملي مسوولیتونو په ترسره کولو کې د بریالیتوب هیله کوي.»

فاروقي په‌دې سیالیو کې په خپله دغه لنډه موده کې خورا ځلېدلی و. هغه په خپله لومړۍ لوبه کې د ۳۴ منډو په ورکولو سره د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځول او په مجموعي ډول یې په دوو لوبو کې ۶ ویکټې ترلاسه کړې.

دا کیڼ‌لاسی توپ‌اچوونکی همدارنګه لومړی افغان لوبغاړی و چې د بهرني ستوري په توګه یې د ګلامورګن کلب لپاره لوبه وکړه.

تر اوسه پورې د ګلامورګن کلب او د افغانستان کرکټ بورډ د دغه ناڅاپي بېرته غوښتنې د کره او مشخص دلیل په اړه څه ندي ویلي.

دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې افغانستان ځان د نړیوالو سیالیو یوې داسې لړۍ ته چمتو کوي چې خورا فشرده ده او په‌کې د هندوستان پر وړاندې یوه ټېسټ (آزمایښتي) لوبه او د یو ورځنیو (ODI) لوبو یوه مجموعه شامله ده.

د افغانستان کرکټ بورډ په وروستیو کې د دغو سیالیو لپاره د خپلو ټیمونو ترکیبونه هم اعلان کړي دي.

فضل‌الحق فاروقي په وروستیو کلونو کې د افغانستان د ملي لوبډلې د تېزې توپ‌اچونې په برخه کې په یوه اصلي او کلیدي مهرو بدل شوی او د کرکټ نړیوال جام او شل اوریز نړیوال جام په څېر په مهمو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب لوبېدلی دی.

هغه دغه راز په بېلابېلو هېوادونو کې په معتبرو سوداګریزو (فرنچایزي) لیګونو کې هم لوبې کړې دي.

د ګلامورګن کلب تر اوسه د فاروقي تر جلا کېدو وروسته د کوم بل بدیل بهرني لوبغاړي د نیولو په اړه څه ندي ویلي.