افغانستان

اوچا: لغمان کې د سېلابونو له امله ۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په خپل نوي راپور کې ویلي، چې په لغمان ولایت کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو له امله د ډنمارک د کډوالو شورا(ډي ار سي) د یوه کارکونکي په ګډون ۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

اوچا وایي دا پېښه د مې میاشتې پر ۲۲مه نېټه شوې، چې د ځاني تلفاتو سربېره یې د سیمې بنسټونو، کرنیزو ځمکو، د فصلونو حاصلاتو او د ټرانسپورټ لارو ته درانده مالي زیانونه اړولي دي.

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، دغو سېلابونو د څه وخت لپاره د کابل-جلال‌اباد لویه لاره هم د ټرافیکو پر مخ تړلې وه.

راپور زیاتوي چې د مې له ۲۲مې تر ۲۳مې پورې، ورته سېلابونو د هېواد شمال او شمال ختیځ ولایتونه (بغلان، تخار او بدخشان) هم سخت ځپلي، چې هلته یې هم یو شمېر هېوادوالو ته د مرګ‌ژوبلې اړولو ترڅنګ د خلکو کورونه، د ژوند وسایل او زراعتي ځمکې ویجاړې کړې دي.

د لومړنیو ګډو سروېګانو له مخې، تر اوسه په شمالي سیمو کې لږ تر لږه ۲۶۰ زیانمنې شوې کورنۍ پېژندل شوي، خو د دقیقو زیانونو د معلومولو لپاره ارزونې لا هم روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره یوه اونۍ کې د هېواد له ۲۰ څخه زیات ولایتونه د سختو بارانونو، تندرونو او ویجاړونکو سېلابونو شاهدان وو.

بلخوا طالب چارواکو هم تایید کړې چې په پنجشېر، پکتیا، بغلان او تخار ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله له ۱۰ څخه زیات کسان مړه او نږدې ۲۰ نور ټپيان شوي دي.

د اغېزمنو سیمو اوسېدونکي وایي چې د دې طبیعي پېښو له امله یې خپل هر څه له لاسه ورکړي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.