افغانستان

ایرلنډ له افغانستان سره له ۳ میلیونو ډالرو څخه زیاته مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا «اوچا» ویلي، چې ایرلنډ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۳.۴۴ میلیونه امریکایي ډالره مرسته کړې ده.

اوچا پر ایکس شبکې په یوې خپره شوې بیانیه کې لیکلي، چې دا مرستې به په افغانستان کې بشري اقدامات پیاوړي کړي او په ټول هېواد کې به له اړمنو کسانو سره مرستې ته لاره هواره کړي.

ایرلنډ تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د کړکېچ د مدیریت، په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او زیان‌پذیرو ټولنو د ملاتړ په موخه د ۴ میلیونه یورو بشري مرستې اعلان کړی و.

دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په خپل نوي راپور کې ویلي، سره له دې چې په افغانستان کې د خوراکي توکو په بیو کې نسبي کموالی راغلی، خو د کورنیو د پېرلو توان لا هم کمزوری دی.

د دغه بنسټ په وینا، په هېواد کې د کار زمینه محدوده ده او د ډېرو خوراکي توکو بیې د تېر کال په پرتله لوړې دي.

د یاد راپور له مخې، د مې میاشتې په درېیمه اونۍ کې د غنمو بیه ۱.۷ سلنه راکښته شوې او د لومړۍ درجه وریجو، غوړیو، شکرې او ډوډۍ بیې هم لږې کمې شوې دي.

خو سره له دې هم، ډېری خوراکي توکي د تېر کال د همدې مودې په پرتله ګران دي؛ په داسې توګه چې د لومړۍ درجه وریژو بیه ۳۸ سلنه، د دویمه درجه وریجو ۲۸ سلنه، د شکرې ۲۷ سلنه او د غنمو بیه ۱۶ سلنه د تېر کال په پرتله په لوړه کچه کې قرار لري.