له خوست څخه سیمه ییزو سرچینو آمو اژانس ته تایید کړې ده چې وسلهوالو غلو په دغه ولایت کې د فیض الله په نوم یو ځوان وژلی دی.
د سرچینو په وینا، دا پېښه پرون د جمعې په ورځ د غبرګولي په لومړۍ نېټه د خوست د ګربزو ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې شوې ده.
سرچینو زیاته کړې ده چې دا ځوان د ګربزو ولسوالۍ د «ورو کلي» اصلي اوسېدونکی و.
طالبانو تر اوسه پورې د دغې پېښې په اړه څه ندي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې پدې وروستیو کې د هېواد په ځینو برخو کې وسلهوالې غلاوې او د خلکو، په ځانګړې توګه د ځوانانو هدفي وژنې زیاتې شوې دي؛ هغه پېښې چې د هېواد د وګړو د اندېښنې لامل هم ګرځېدلې دي.
په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې یو شمېر هېوادوال وايي چې د تېر په څېر د زړه ارامي نلري او د وسلهوالو غلو په دام کې د لوېدو یا په نښه کېدو له وېرې، په ځانګړې توګه د ماښام د لمانځه له ادا کولو وروسته کم تګ راتګ کوي.
کابل، بلخ، هرات، ننګرهار او خوست د هغو ولایتونو له ډلې څخه دي چې لږ تر لږه په تېرو دوو اونیو کې پهکې د وسلهوالو غلاوو او د خلکو د هدفي وژنو پېښې شوې دي.
