ایران اعلان کړی چې د جګړې د پای ته رسولو په تړاو د واشنګټن پر وروستي دریځ او پیغام غور کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اشاره کړې چې له تهران څخه د «سمو ځوابونو» ترلاسه کولو لپاره یو څو ورځې انتظار کولای شي، خو خبرداری یې ورکړی که هوکړه ونشي، نو بریدونه به بېرته پیل کړي.
د ایران دولتي اژانس «نور نیوز» د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند اسماعیل بقایي له قوله لیکلي: «موږ د امریکا نظرونه ترلاسه کړي او د ارزونې په حال کې یې یو.»
بقایي زیاته کړې چې پاکستان د دواړو لورو ترمنځ د پیغامونو د لېږد او منځګړیتوب رول ته دوام ورکړی او په همدې لړ کې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر تهران ته سفر کړی و.
د شپږ اونیو نازک اوربند سره سره، د جګړې د پای ته رسولو خبرو اترو لږ پرمختګ کړی او د تېلو د بیو لوړېدو نړیوال اقتصاد اندېښمن کړی دی.
ټرمپ هم په هېواد کې دننه د تیلو د بیو د لوړوالي او د خپل محبوبیت د کچې (Approval Rating) د راکمېدو له امله د نومبر میاشتې تر منځمهالو ټاکنو وړاندې تر سخت فشار لاندې دی.
ټرمپ په انډریوس هوايي اډه کې خبریالانو ته وویل: «باور وکړئ، که موږ سم ځوابونه ترلاسه نکړو، دا کار به خورا ژر وشي. موږ ټول چمتو یو.»
کله چې ترې وپوښتل شول څومره انتظار کوي، هغه وویل: «دا ښايي څو ورځې وي، خو هر څه ډېر ژر کېدای شي.»
ټرمپ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران ته به د اتومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنکړي او زیاته یې کړه چې یا به هوکړه کېږي او یا به داسې ګامونه پورته کړي چې یو څه “تریخ” وي.
بلخوا، د ایران سپاه پاسداران خبرداری ورکړی چې که پر ایران بیا برید وشي، نو دا ځل به سیمه ییزه جګړه له سیمې هم بهر وغځېږي.
د هرمز تنګی چې له جګړې وړاندې د نړۍ د تېلو او ګازو پنځمه برخه ترې تېرېدل، د جګړې له امله د تېر تاریخ په اوږدو کې تر ټولو سخت بې ثباته شوی دی.
ایران تېره ورځ یوه نوې نقشه خپره کړه او د هرمز په تنګي کې یې د خپل کنټرول ساحه وښوده او ویې ویل چې بېړۍ یوازې د دوی په اجازه تېرېدلی شي.
د راپورونو له مخې، په تېره یوه اونۍ کې ۵۴ بېړۍ له دغه تنګي څخه تېرې شوي چې پهکې د چین او سویلي کوریا سوپر ټانکرونه هم شامل دي؛ خو دا شمېره د جګړې له پیل وړاندې د ورځني ترانزیټ (۱۳۰ بېړیو) په پرتله خورا کمه ده.
