سیاست

د بشري حقونو د فعالانو اتحاد: بروکسل ته د طالبانو بلنه د اروپا لپاره لویه «سټراټیژیکه تېروتنه» ده

د بشري حقونو د بنسټونو یو ائتلاف چې د «بشري حقونو د فعالانو اتحاد» په نوم فعالیت کوي، په یوې اعلامیه کې ویلي چې بروکسل ته د طالبانو بلل نه یوازې یو «خطرناک دیپلوماتیک ګام» دی، بلکې د اروپا لپاره د اوږدمهاله امنیتي پایلو لرونکې یوه لویه «سټراټیژیکه تېروتنه» ده.

دغه اتحاد د اروپايي کمیسیون پر پرېکړې سخته اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د بشري حقونو له نقض کونکو ډلو سره هر ډول نږدېوالی د منلو وړ نه دی.

یاد اتحاد ټینګار کړی چې ترهګري یوه سیمه ییزه پېښه نه ده، بلکې شبکه یي بڼه لري او که اروپا د افراطګرۍ بنسټیز جوړښتونه نادیده وګڼي، نو دا چاره به په راتلونکي کې د اروپا په زړه کې د خورا پراخو امنیتي ګواښونو لامل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په تړاو د اروپايي ټولنې او سوېډن لخوا طالبانو ته د بلنې له تایید وروسته، په اروپا کې ګڼو کیڼ‌اړخو ګوندونو او سوسیال ډیموکراتانو هم سخت غبرګونونه ښودلي او دا یې طالبانو ته د غیرمستقیم مشروعیت ورکول بللي دي.

د اروپا د پارلمان پېژندل شوي غړي خوان فرناندو لوپز آګیلار دا اقدام د «خپګان او غوسې» وړ بللی او ویلي یې دي چې دا موضوع به د پارلمان عمومي غونډې ته وړاندې کړي. بلخوا د اروپايي کمیسیون ویاند مارکس لامرټ ویلي، چې دا بلنه د کډوالو د مسلې د حل په موخه یوازې په تخنیکي کچه ده چې د شنګن سیمې د ۲۰ هېوادونو په غوښتنه همغږي شوې ده.