د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که چیرې ایران د اتومي وسلو له جوړولو څخه لاس واخلي، امریکا به پرې راضي شي او هوکړه به ورسره وکړي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې چې پر ایران له برید کولو مخکې یې له دوو تر دریو ورځو پورې صبر کول منلي دي؛ ځکه سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو اعلان کړی چې له تهران سره یوې وروستۍ پرېکړې او هوکړې ته نږدې شوي دي.
بلخوا د الجزیرې د راپور له مخې، د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني له تهران سره د روان کړکېچ د «سوله ییز حل» په موخه د پاکستان په مشرۍ د منځګړیتوب له هڅو څخه خپل «بشپړ ملاتړ» اعلان کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا پوځ ویلي، د ایران د بندرونو د سمندري کلابندۍ له پیل راهیسې یې لږ تر لږه د ۸۵ سوداګریزو کښتیو لاره بدله کړې ده.
هممهاله، په ایران کې د فارس خلیج د تنګي نوې جوړې شوې ادارې خبرداری ورکړی چې د دوی له اجازې پرته د هرمز تنګي څخه هر ډول تېرېدل به «غیرقانوني» وګڼل شي.
دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ تېره ورځ یو ځل بیا ایران ته سخت ګواښ کړی و چې که یوې هوکړې ته ونه رسیږي، هیڅ به ترې پاتې نشي.
ورته مهال، ځینو سیاسي تحلیلګرانو تر دې مخکې وړاندوینه کړې وه چې ښايي په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې امریکا پر ایران پوځي بریدونه پیل کړي.
