افغانستان

هلمند کې د اوبو کمښت کروندګر اندېښمن کړي دي

د افغانستان سویل کې د وچکالۍ د اغېزو په دوام، دا ځل د هلمند سيند اوبه د پخوا په پرتله څو برابره کمې شوې دي، چې له امله یې کروندګر د خپلو کروندو او حاصلاتو د خړوبولو لپاره اندېښمن دي.

د عبدالجبار په نوم د هلمند د بست سيمې یو بزګر، چې خپلې ځمکې د سیند په اوبو خړوبوي وایي، چې تېرو کلونو کې به د هلمند سیند د کال په دې فصل کې له اوبو څخه ډک و، خو د بارانونو د کمښت له امله سږ کال یې د اوبو اندازه د نورو کلونو په پرتله ډېره کمه ده.

کروندګر وایي، اوس د هلمند هغه کروندګر چې د کښتونو خړوبول یې د هلمند له سیند څخه دي اندېښمن دي او وایې، که وضعیت هم داسې دوام ومومي ښایي کښتونه يې له منځه ولاړ شي.

د دوی له ډلي ګل آغا وایي: «موږ ته بله لار نشته يا به ژورې برمې کیندو او يا به له کښتونو څخه لاس اخلو.»

سږ کال په ټول هلمند کې خلک د اوبو د کمښت له ستونزې سره لاس او ګرېوان دي او اړ کېږي، چې د ځمکي د تل له اوبو څخه ګټه واخلي.

بل خوا بیا د هلمند د سیندیزې حوزې مسوولین دا ستونزه په تېر کال کې د کمو ورښتونو پایله بولي او په خبره یې په روان کال کې به د اوبو اندازه ډېره کمه شي.

د هلمند لپاره د طالبانو د سینديزي حوزې مشر محمد يعقوب قايم وایي: «د اوبو د کمښت اصلي سرچينه وچکالي ده. که بارانونه ونه‌شي، ښایي دا ستونزه لا زياته شي.»

طالب مسوولین د هلمند ټولو کروندګرو ته سپارښتنه کوي، چې د اوبو لګولو په وخت کې دې له داسې لاروچارو ګته واخلي چې د اوبو په سپمولو کې اغېزناک ووسي.

د هلمند ترڅنګ په کندهار، زابل او ارزګان کې هم کروندګر د کښتونو لپاره د اوبو له کموالي سره مخ دي.