د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) خبرداری ورکړی چې له ایران او پاکستان څخه د کډوالو په لویه کچه جبري راستنېدو په افغانستان کې بشري ناورین نور هم سخت کړی او میلیونونه کسان لا هم سمدستي مرستو ته اړتیا لري.
د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال اجرائیوي مشر، کارل سکاو ویلي چې یوازې په تېر کال کې شاوخوا ۲.۵ میلیونه کسان له ایران او پاکستان څخه بېرته راستنېدو ته اړ شوي او په داسې حال کې افغانستان ته داخل شوي چې وضعیت خورا کړکېچن دی.
نوموړي د تورخم له لارې د لیدنې پر مهال وویل، سلګونه زره کسان د دغې لارې هېواد ته راستانه شوي چې ډېری یې هیڅ ډول شتمني او لومړني امکانات نه لري.
د هغه په وینا، د دغو راستنېدونکو لویه برخه په ګاونډیو هېوادونو کې زېږېدلي او د افغانستان په اړه ډېر لږ معلومات لري، خو اوس اړ دي خپل ژوند په داسې یو هېواد کې له صفر څخه پیل کړي چې پخپله له پراخ بشري بحران سره لاس او ګرېوان دی.
سکاو ټینګار وکړ چې افغانستان په وروستیو میاشتو کې د کډوالو د راستنېدو سربېره، د بشري مرستو د بودیجې له سخت کمښت، زلزلو، سېلابونو او سیمه ییزو کړکېچونو سره هم مخ و.
د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال وویل: «افغانان ښايي تر ټولو کلک او قوي خلک وي چې زه یې پېژنم. هغوی ډېرې سختۍ ګاللې دي، خو وروستۍ څو میاشتې د افغانستان لپاره په ځانګړې توګه خورا سختې وې.»
هغه زیاته کړه چې نړیوالې ادارې د خپلو مرستو د دوام لپاره بېړنۍ بودیجې او سرچینو ته اړتیا لري ترڅو وکولی شي د میلیونونو کسانو لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
